شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+پرینکاچوپړا په خپل ژوندلیک کې خپل شخصي ژوند سپړلی

پرینکاچوپړا په خپل ژوندلیک کې خپل شخصي ژوند سپړلی

تاند ( چهارشنبه، د دلوې ۲۲) مشهوره هندۍ اداکاره پرینکا چوپړا په خپل ژوند لیک کې د خپل شخصي ژوند “رازونه” په ګوته کوي.

د پرینکا ژوندلیک ‘نامکمل’ تازه د پلور لپاره بازار ته وړاندې شوی دی.

هندي رسنۍ لیکي چې پرینکا له تېرو ۵ کلونو راهیسې پټ او نامعلوم کار کوي.

د هغه د نامعلوم کار راز  په تېر اکتوبر میاشت کې څرګند شول چې هغې ویلي وو چې د خپل ژوندلیک د کتاب د لیکو کار یې بشپړ کړی دی.

پرینکا په خپل انسټاګرام پوسټ کې هم ویلي چې هغې خپل ژوندلیک بشپړ کړی او هغه څوک چې غواړي وې لولي  نو له وخت دمخه یې لوستلی شي.

داسې ګنګوسې وې چې د پرینکا چوپړا ژوندلیک به د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ میاشت کې خپور شي خو، وروسته اعلان شو چې د فبرورۍ په ۹ مه به پلور ته لاړ شي.

همدا ده چې اوس دا کتاب د پلور لپاره اېښودل شوی.

ګڼو آنلاین رسنیو هم د پرینکا چوپړا په بیوګرافۍ باندې لومړني نظرونه خپاره کړي.

دوی ویلي چې دې  اداکارې په زړورتیا سره د خپل شخصي ژوند ټولې پیښې ، حالات او رازونه په دې کتاب کې چې لا بشپړ نه دی وړاندې کړې دي.

پرینکا چوپړا د هندي سینما یو له هغو ښځینه سینما ستورو شمېرل کېږي چې، د نړۍ په کچه ډېر مینه وال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب