پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد میدان وردک امنیه قومندان د څیړنو په موخه کابل ته غوښتل...

د میدان وردک امنیه قومندان د څیړنو په موخه کابل ته غوښتل شوی

تاند (شنبه د دلوې ۱۸) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د میدان ‌وردک ولایت د بهسود ولسوالۍ د امنیتي وضعیت ګډ څارونکی امنیتي پلاوی چې تېره اونۍ یادې ولسوالۍ ته تللی و خپلې موندنې له دې وزارت سره شریکې کړې.

ددې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ګډ امنیتي پلاوي د سیمې له متنفذینو سره تر کتنې او د بهسود ولسوالۍ د امنیتي وضعیت ارزونې وروسته د خپلو موندنو پایله له کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د یاد پلاوي د موندنو پر بنسټ به د بهسود ولسوالۍ پېښه په جدي توګه وڅېړي.

یاد وزارت د بهسود ولسوالۍ د څېړونکي پلاوي د موندنو ډېر جزیات نه دي ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د یادو موندنو پر بنسټ به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي او د همدې موضوع د لا څېړلو په موخه د میدان وردک ولایت امنیه قوماندان هم کابل ته راغوښتل شوی دی.

د راپورونو له مخې د تېرې اونۍ د جمعې په ورځ د میدان وردک د بهسود ولسوالۍ په حصه اول سیمه کې د امنیتي ځواکونو او د علي پور د ملېشو ترمنځ نښته شوې چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ځايي خلکو په وینا، امنیتي ځواکونو په عامو خلکو ډزې کړي دي او ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په ورته مهال یو شمېر سرچینې وايي چې لومړی په یاده سیمه کې د زورواکي علیپور ملیشو پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې او څلور سرتېري یې ووژل چې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو له ځوابیه برید سره مخامخ شول.

ویل کېږي په دې پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

خو له دې پېښې وروسته د کورنیو چارو وزارت هغه ادعاوې چې ګوندې امنیتي ځواکونو په عامو خلکو ډزې کړي بې بنسټه وبللې او ویلي یې و چې یاد کسان عام وګړي نه، بلکې د عبدالغني علي پور په نوم د یوه زورواکي ملیشې دي چې د حکومت خلاف کارونه کوي.

1 COMMENT

  1. هههه، دا کوم کسان/ پلاوي چې دولت ليګلي د څيړنې لپاره،دلته سوال پيدا کيږي چې دولت ليګلي او که په دولت کې د ايران جاسوسانو؟؟ کوم کسان چې تللي ټول په يو ډله،تنظيم او ګاونډيو هېوادونو تپل شوې څیرې دي چې پرون يي هم د دولت پر ضد فاشيستي ټاپې لګولې او دوام لري او تل يي ددولت په بدنامولو لاس پورې کړای او چور کړای، دا هيڅکله امکان نه لري چې په جای ددې چې د ايران غلامان له ستوني را کش کړی، دوی تل د نظام او عسکرو نوم ور بد کړای او اصلي مجرمين په جای او وراني کې ډوب پاتی دي،اول خو بايد هغه نفر دولت را کش کړی او جواب تر وغواړي چې دولت ته يي سينه وهلې وه چې عليپور به بیا خپل جنيات نه کوي… بل دولت که هر جاسوس او د يو ګاونډي هېواد غلام ته په جار او قربان خلک په ننواتو ورليژي لرې نه ده چې آخر به دولت نور هم ضعيف سي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب