Home+سيډني سېکسرز د بيګ باش ليګ اتله شوه

سيډني سېکسرز د بيګ باش ليګ اتله شوه

تاند ( شنبه، د دلوې ۱۸) د آسټرالیا په سودارګریز لیګ کې سيډني سېکسرز لوبډلې اتلولي وګټله.

د بېګ باش کرېکټ ليګ لسم پړاو پاي لوبه نن ترسره شوه.

په دې لوبه کې سيډني سېکسرز کرکټ لوبډلې ،پرت سکارچرز لوبډلې ته د ۲۷ منډو توپير ماته ورکړه.

دا دوهم ځل دی چې یاده لوبډله د دغه ليګ اتلولي ګټي.

په دې لوبه کې لومړی سيډني لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ.

پرت سکارچرز لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه کړ .

یادې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو یواځې ۱۶۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۷ منډو په توپير سيډني لوبډلې ته وبایلله.

د دې لوبې غوره لوبغاړی جېمز وینس ونومول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...