Homeخبرونهد انترپول په غوښتنه پاکستان د ماشومانو د لوڅو فلمونو جوړوونکي ونیول

د انترپول په غوښتنه پاکستان د ماشومانو د لوڅو فلمونو جوړوونکي ونیول

تاند(یکشنبه، د دلوې ۱۸) پاکستاني چارواکي وايي، د نړیوالو پولیسو یا انټرپول د معلوماتو پر اساس یې دوه تنه د ماشومانو د لوڅو فلمونو له نړیوالې شبکې سره د لاس لرلو په شک نیولي دي.

د پاکستان فدرالي تحقیقاتي ادارې ایف آی اې وویل، دا دوه تنه د پنجاب ایالت په سالیکوټ ښار کې د نن سهار وختي په برید کې ونیول شول.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې یوه چارواکي محمد اقبال وویل، دا لومړی ځل دی چې انټرپول په پاکستان کې د ماشومانو د لوڅو فلمونو د جوړولو په اړه معلومات ورکوي.

ده دا هم ویلي چې دوه تنه نور مشکوک کسان تښتېدلي دي.

په پاکستان کې لوڅ فلمونه، په تېره بیا د ماشومانو پورنوګرافي ډېره جوړېږي.

دا فلمونه د ځینو غیرقانوني ویبپاڼو له لارې، چې په اکثرو لوېدیځو هیوادونو کې بندې یا بلاک شوې دي، خپرېږي او لیدونکي یې له ځانګړو کوډونو څخه کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...