جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د کتابونو نه چاپېدل په لیکوال څومره بد اغېز لري؟

د کتابونو نه چاپېدل په لیکوال څومره بد اغېز لري؟

م. فیصل ځلاند

له نېکه مرغه پښتو ژبه یوه بډایه ژبه ده، او تر خپلې وسې ورته پښتنو شاعرانو، لیکوالانو او ژباړنو ډېر کار کړی دی.

د یوه لیکوال لویه هیله دا وي چې کتاب ولیکي چاپ شې او خلک یې ولولي.
که د یوه لیکوال یو اثر چاپیږي ورسره سم د لیکوال روحیه هم پياوړې کېږي او دی نور هم زیار باسي تر څو ښه څه ولیکي.
د افسوس خبره دا ده چې زموږ ځینې تکړه لیکوالان چې ښه آثار لري شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړې وې تر څو یو ښه اثر ولیکي، خو له له لیکلو وروسته یې نه څوک کتاب چاپوي او مطبعې هم داسې لګښت ورباندې ږدي چې د لیکوال له وسه نه وي پوره.
هغه لیکوال چې د ده لیکوالۍ ته په ښه سترګه ونه کتل شي او آثار یې چاپ نه شي نا امیده کیږي بلآخره نور لیکنې ته زړه نه ښه کوي، وایي چې یو مې لا نه دی چاپ، بل څه کوم؟
ښاغلی علم ګل سحر چې د پښتو ژبې تکړه لیکوال او ژباړونکی دی له یو کال راهیسې یې ځینې کتابونه چاپ ته تیار دي، خو لا یې نه مطبعې د چاپ اراده لري او نه کوم بل څوک. د نوموړي پر فیسبوک پاڼه مې ولوستل «له یو کال راهیسې مې ځینې کتابونه چاپ ته تیار دي خو څوک یې نه چاپوي په ژوند باور نشته هسې نه سبا په دې دنیا نه یم»
هغه افغانان وروڼه چې بهر یا د ننه په هیواد کې وي او وس ولري باید په دغې برخه کې له لیکوالانو سره مرسته وکړي.
د  ښاغلي علم ګل سحر د ناچاپو کتابونو لیست:
۱ـ د ارګ تاریخ
۲ــ د کابل لویه تراژیدي ــ تاریخي یاد داشتونه او خاطرې
۳ــ بیتونه، دریابونه ــ د پښتو د غورع بیتونو ټولګه
۴ــ تاریخ ارګ، په دري ژبه
۵ــ خپل زړه ته مې پام نه و. شعري ټولګه
۶ــ ژوند په شېبو کې. تحقیقي اثر
۷ ــ د حکومت جوړونې بهیر له امان الله خان تر حامد کرزي پورې. له دري ژباړه
۸ ــ داسې متل نشته چې ریښتیا نه وي؟ د متلونو په اړه څېړنه.
۹ د سارک سازمان. ژباړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب