جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ناردرن واريرز د دوهم ځل لپاره د ټي ټېن ليګ اتلولي وګټله

ناردرن واريرز د دوهم ځل لپاره د ټي ټېن ليګ اتلولي وګټله

تاند ( یک شنبه ، د دلوې ۱۹) د متحده عربي اماراتو په لس اوره سوداګریزو لوبو کې پای لوبه د ناردرن واریرز او ډیلي بولز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په پآی لوبه کې ناردرن واريرز پچه وګټله او ډیلي بولز لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ډيلي بولز لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٨١ منډې وکړې.

محمد نبي ٢١، رحمن الله ګوربز ١٣ او اېون ليويس ١٠ منډې وکړې.

د ناردرن واريرز له لوري مهېش تهيکشانا ٣، جنيد صديقي او دنانجايا لکشن ٢-٢، رياد ايمريټ او فابين الين ١-١ وېکټ واخيستې.

د ناردرن واريرز لوبډلې په ٨.٢ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف او د ٨ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

واریرز لپاره وسيم محمد ٢٧، رومان پاويل ١٦ ناسوځېدلې، لينډل سيمونس ١٤ ناسوځېدلې او نيکولاس پوران ١٢ منډې وکړې.

د ډيلي بولز له لوري فيډل ايډورډز او شيراز احمد ١-١ لوبغاړي وسوځول.

پاور هيټرجايزه محمد وسيم، د مېجيک مومنټ او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزې مهيش تيکشانا ته ورکړل شوې.

د يادولو ده چې ناردرن واريرز په ٢٠١٨ کال کې هم د ټي ١٠ ليګ اتلولي خپله کړې وه.

دا دوهم ځل شو چې یاده لوبډله د لس اوره لیګ اتلولي ګټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب