جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کورونا واکسین: په ۶ میاشتو کې به پر ۳۳۰ میلیونه کسانو...

د کورونا واکسین: په ۶ میاشتو کې به پر ۳۳۰ میلیونه کسانو واکسین ووېشل شي

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۹) د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان کواکس پروګرام مسوولان وایي چې دوی به په لومړۍ مرحله کې ددغه پروګرام د غړو هېوادونو پر ۳۳۰ میلیونه وګړو د کورونا واکسین وویشي.

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ویلي چې د هند، امریکا او چین په شرکتونو کې جوړ شوي واکسین د دوی په واک کې دي او ټاکل شوې چې د روان میلادي کال تر نیمایي د کواکس پروګرام د غړو هېوادونو پر ۳۳۰ میلیونه وګړو دغه واکسین وویشل شي.

د کواکس پروګرام د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان له لوري جوړ شوی چې، موخه یې په عادلانه توګه پر ټولو هېوادونو د کورونا واکسین وېشل ښودل شوي دي.

نږدې ۱۹۰ هېوادونه د دغه پروګرام غړیتوب لري چې ځينې یې د واکسین تولیدوونکي او ځینې یې مصرفوونکي دي.

کورونا ناروغي چې لومړی په چین کې راڅرګنده شوه لا هم د نړۍ ګڼ هېوادونه یې د دوهمې څپې قربانیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب