جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله: طالبان په غیر معقولو دلایلو او سفرونو د سولې خبرې ځنډوي

عبدالله: طالبان په غیر معقولو دلایلو او سفرونو د سولې خبرې ځنډوي

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۹) د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د بین الافغاني مذاکراتو پر ځنډني بهیر غبرګون ښودلی دی.

د یادې شورا مشر عبدالله عبدالله په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی له بشپړ صلاحیت او ملاتړ سره په دوحه کې د خبرو لپاره حاضر دی خو، طالبان غیر معقول دلیلونه راوړي او له مذاکراتو پر شا کېږي.

هغه زیاته کړې طالبان د دې پر ځای چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي په فرعي چارو او سفرونو بوخت دي.

عبدالله عبدالله ویلي طالبان دې په دې توګه د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کوي.

د هغه په خبره د افغانستان د روانې جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړو او زور له لارې هېڅ وخت واک ته نه شي رسېدلی.

د مصالحې د عالي شورا مشر پر طالبانو غږ کړی چې خبرو ته حاضر شي، له جګړو لاس واخلي او د خبرو له لارې دایمي ثبات ته لار هواره کړي.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

عبدالله عبدالله داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه تېره ورځ د ملا برادر په مشرۍ یو طالب پلاوی ترکمنستان هېواد ته تللی او په دوحه کې بیا د افغان سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب