جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزشاګردپاله زده کړې|| امیرجان وحید احمدزی

شاګردپاله زده کړې|| امیرجان وحید احمدزی

شاګرد پاله زده کړې ګڼې ښېګڼې لري. دلیل یې دا دی چې زده کړه او درسي فعالیتونه په کې زده کوونکو ته د لوبو هومره خوندور وي، ځکه زده کوونکي د استاد مخې ته لکه بت په غټو سترګو دم ختلي او بې روحه نه وي ناست، بلکې په درسي فعالیتونو کې ونډه اخلي، ونډه څه چې هر څه دوی په خپله کوي. داسې چې ښوونکي درسي فعالیتونو پلانوي، بیا په انفرادي، جوړه یي او ګروپي شکل زده کوونکي د هغو فعالیتونو ترسره کولو ته ور بولي.

زده کوونکي هر څه په غور او دقت ترسره کوي، فکر یې په همغو فعالیتونو ور ټول وي او د ښه ترسره کولو لپاره یې ګټورې لارې او ګودرې لټوي، ځکه یې نو دغه درسي فعالیتونه په یاد پاتې کېږي. بله ګټه یې دا ده چې په شاګردپاله زده کړه کې زده کوونکي یوازې معلومات نه زده کوي، بلکې له معلوماتو څخه د ګټه اخیستنې عملي مهارتونه هم زده کوي.

شاګردپاله زده کړه له دې پلوه هم زده کوونکو ته خوندور وي چې په درسي فعالیتونو کې د ښوونکي پر ځای له خپلو ټولګیوالو او ملګرو سره بوخت وي، چې په خپلو کې ډېر انګر منګر نه سره لري، له کومې وېرې او بې زړه توب پرته یو له بل سره مرسته کوي او یو له بل مرسته غواړي، ځکه نو زده کوونکي له شاګردپالې زده کړې سره خوښ او راحته وي.

ښکلا پرون ډېره خوشاله وه. د خوښي راز مې یې چې وپوښت، نو ویل یې نن د ریاضي ښوونکې تختې ته پورته کړم، درې پوښتنې مې حل کړې چې دوه یې سمې او یوه یې غلطه وه، ښکلا ځکه خوشاله وه چې هم یې پوښتنې حل کړې، هم ښوونکې هڅولې وه او هم یې ټولګیوالو ورته لاسونه پړقولي وو، تختې ته د زده کوونکو د پورته کولو ګټه داده چې د نورو پر وړاندې د ودرېدو، درسي فعالیت د ترسره کولو او حتی خبرو جرت پیدا کوي. که د فعالیت د سم ترسره کولو له امله ښوونکو او زده کوونکو وهڅول، نو بیا به لکه ښکلا ټوله ورځ خوشاله وي.

اکثر لویان چې کله د نورو مخته ودرېږي اوغږېږي، نو داسې پړک به نیولی وي، لکه سړه لرې تبه یې چې وي، غږ یې ټپ او خوله یې وچه وچه کېږي، د خبرو لړ هم ترې پرې شي، په زړه یې یوه وي، په خوله بله وایي. مګر که ښوونکي په کوچنیوالي زده کوونکي تختې ته ورپورته کړي او یا یې د ټولګي مخته ودروي، وې پوښتي، وې غږوي، درسي فعالیتونه پرې ترسره کړي او وې هڅوي، نو باور دی چې په لوینې به بیا د نورو پر وړاندې بې پړکه، بې رېږېدېدا او بې چوخسه خبرې وکړي. جوړه ییز او ګروپي کارونه، بېلابېل رولونه، تمثیلونه او لوبې هم د شاګردپاله زده کړو ګټورې او په زړه پورې بڼې دي چې ښوونکي یې درسي موضوعاتو ته په پام پلانولی او ترسره کولی شي.

شاګردپاله زده کړې یوازې د زده کوونکو نه، بلکې د ښوونکو په ګټه هم دي، ښوونکو ته یې ګټه داده چې ستړیا او سرخوږی یې ورسره را کمېږي، ښوونکی اړ نه دی چې هره شیبه مه کوه او غلی شه په نارو ځان ستړی کړي او یا زده کوونکو ته د سزا په ورکولو پاذاب شي، ځکه په شاګرد پاله زده کړو کې ټول زده کوونکي په درسي فعالیتونو بوخت وي او یا هم د نورو جوړو او ګروپونو فعالیتونه څاري، شوخي او بې شرمي ته وخت نه مومي.

ښوونکو ته یې بله ګټه داده چې ښوونکي له اوږدو، ستړي کوونکو، بې ګټې او بې اغېزې تشریحاتو څخه هم بېغمه کېږي، ځکه په شاګرد پاله زده کړو کې ښوونکی د اسانچاري او لارښود دنده ترسره کوي، یانې یاد فعالیت د ترسره کولو لپاره زده کوونکو ته تشریح کوي، پاتې فعالیت زده کوونکي په خپله ترسره کوي، ښوونکی یوازې ننداره کوي او د اړتیا پرمهال ورسره مرسته او لارښوونه کوي.

د شاګردپاله زده کړې ارزښت ته په پام که د ښوونې او روزنې مسوولین او ښوونکي دغه زده کړه دود او وپالي، نو باور دی چې دوی به هم د اوسمهاله بې کیفیته زده کړې له پېغوره خلاص شي، ځکه د زده کړو کیفیت نه په پرېمانه مرستو لوړېږي، نه د رنګه کتابونو په چاپ او نه هم د ښوونځیو د پخو او لوړو ودانیو په ابادولو، یوازې او یوازې د دودیز درسي نظام بدلون مو د باکیفیته زده کړو خاوندان کولی شي. یانې معلم پالې زده کړې مو باید په شاګرد پالو هغو بدلې شي، څو درسي فعالیتونه په خپله زده کوونکي ترسره کړي، خو د ښوونکو په مرسته او لارښوونه.

1 COMMENT

  1. وروره والله، ډېره ښه او خوندوره لیکنه مو کړې.

    شاګردپاله کلیمه مې هم خوښه شو. ځمکه ددې لپاره شاګرد محوره کلیمه کارېدله. شاګردپاله زده کړه ریښتیا هم د زده کړې په کیفیت ډېر اغېز کوي. شاګرد چې په ټولګي کې فعال شي. ډېره استفاده کوي.

    ادامه ورکړئ. د

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب