جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېاقتصادکرنې وزارت: د زعفرانو سږني حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي

کرنې وزارت: د زعفرانو سږني حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي

تاند(یکشنبه، د دلوې ۱۹) د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په هېواد کې د زعفرانو سږني حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي.

د یاد وزارت په وینا، هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکندي هغه ولایتونه دي، چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران تولیدوي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، د زعفرانو ۴۰۷ ننداریزې کروندې جوړول،۸۶۰ زعفران کارو مېرمنو ته روزنه ورکول، یو زر او ۸۸۸ نارینه زعفران کارانو ته روزنه ورکول، زعفران کارانو ته په کرونده کې د ۲۰ روزنیزو برنامو ایجاد، د ۲۹ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د هرات په ولایت کې د زعفرانو د څېړنیز انسټیټوټ ودانۍ جوړول او د زعفرانو ۱۸۵ زره او ۵۰۰ کیلوګرامه پیازو وېشل، په ۱۳۹۹ کال کې د زعفرانو د کرکېلي د پراختیا او دودولو په پار د کرنې وزارت کړنې او لاسته راوړنې دي.

د رستمي په خبره، په ۱۳۹۹ کال کې په نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي وو چې له دې ډلې تر ټولو ډېر یې په ‎هرات کې کرل شوي وو او ډېر حاصل هم هرات ورکړی دی.

څو ورځې وړاندې د افغانستان زعفران د ښه کیفیت په لرلو سره د اروپایي ټولنې د ذایقې د نړیوال انستیتوت له لورې د «درې طلایي ستورو» په اخیستو سره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړل.

د زعفرانو جایزه د کیهان زعفران زراعتي شرکت د افغانستان په استازیتوب ترلاسه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب