جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+روغتیا وزارت: هند نن افغانستان ته د کورونا ضد واکسین رالېږي

روغتیا وزارت: هند نن افغانستان ته د کورونا ضد واکسین رالېږي

تاند(یکشنبه، د دلوې ۱۹) عامې روغتیا وزارت ویلي، ټاکل شوې ده چې نن د هندوستان له‌خوا د کورونا ضد پنځه لکه دوزه واکسین کابل ته راورسېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وايي، ټاکل شوې دغه واکسین نن کابل ته راورسېږي خو په وینا یې ترڅو چې د روغتیا نړیوال سازمان له‌خوا تایید شوې نه وي تر هغه به یې په افغانستان کې تطبیق نه کړي.

د نظري په وینا،  دغه واکسین به په لومړیو کې روغتیایي کارکوونکو ته ورکړل شي، وروسته به ښوونکو او هغه کسانو ته ورکول کېږي چې په زندانونو او لیلیو کې شپې سبا کوي، او همدا ډول به یې له ۵۰ کلونو پورته عمر لرونکو کسانو ته دغه واکسین ورکړل شي

د چارواکو په وینا، دغه واکسین چې پنځه لکه دوزه به نن کابل ته راورسېږي د استرازینیکا هندي څانګې له‌ خوا تولید شوي دي چې په دوو پړاوونو کې به دوه‌ لکه او پنځوس زره افغانانو ته ورکړل شي.

هیره دې نه وي چې تر دې وړاندې د هندوستان حکومت ویلي وه چې خپلو ګاونډي هېوادونو ته به ژر د دوی جوړ شوې د کورونا ضد واکسین ولېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب