یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهایران وایي فرصت کم دی، امریکا باید اټومي تړون ته د راګرځېدو...

ایران وایي فرصت کم دی، امریکا باید اټومي تړون ته د راګرځېدو لپاره بېړه وکړي

تاند (یک شنبه، د دلوې ۱۸) د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه تازه مرکه کې ویلي چې، اټومي تړون ته د ورګرځېدو لپاره فرصت کم دی او امریکا باید په دې برخه کې له بېړې کار واخلي.

هغه وایي که امریکا په فبرورۍ میاشت کې مذاکرات پيل نه کړي نو ایران ښایي د دغه هېواد د پارلمان د پرېکړې پر بنسټ د یورانیمو غني کولو ته ادامه ورکړي.

د ظریف په خبره د دې تر څنګ یې ښايي د ایران په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې داسې څوک واک ته ورسېږي چې، هغه مذاکراتو ته تیار نه وي.

جواد ظریف ټینګار کړی چې، امریکا باید له شته فرصت سمه ګټه پورته کړي.

ایران داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې، د امریکا له لوري له سختو بندیزونو سره مخ دی او اقتصاد یې مخ پر ځور روان دی.

خو بل لورته امریکایي رسنۍ وایي د امریکا حکومت هڅه کوي د بشردوستانه فعالیتونو په موخه مرستندویه موسساتو او اړوندو ادارو ته ایران ته د تګ راتګ زمینه برابره کړي. امریکایي رسنۍ وایي بایډن ښايي له ایران سره پر اټومي هوکړه مذاکرات له سره پيل کړي له همدې امله هڅه کوي د خپل دغه کار لپاره لارې ګودرې پيدا کړي.

ایران تر دې وړاندې ویلي وو چې د امریکا د بندیزونو له امله دوی د کورونا واکسینو او نورو اړینو توکو ته لاسرسی نه لري چې همدې مسئلې په ایران کې ناورین رامنځ ته کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب