چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد ملي دفاع وزارت: افغان ځواکونو په ۴ ولایتونو کې پر طالبانو...

د ملي دفاع وزارت: افغان ځواکونو په ۴ ولایتونو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي

تاند (یکشنبه د دلوې ۱۹) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي د هېواد په څلورو ولایتونو کې د هوايي بریدونو پر مهال ۳۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه وزارت نن یکشنبه په څو جلا خبرپاڼو کې ویلي چې افغان هوايي ځواکونو په ارزګان، کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې پر طالبانو هوايي حملې کړي دي او یاده مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

سرچینه وايي چې د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي حمله کې ۱۵ طالب جنګیالي وژل شوي او ددې ډلې دوه پتڼځایونه، یو موټر او یوه اندازه وسلې هم  له منځه وړل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ سربند سیمه کې هم پر طالبانو هوايي برید شوی چې له امله یې د حق دوست په نوم د یوه سرګروپ په ګډون ۸ طالبان وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ۶ طالبان وژل شوي او د ولسوالۍ یو شمېر سیمې هم د هغوی له شتون څخه پاکې شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملیاتو کې ۱۰ صرف موټر چې طالبانو په ترهګریزو بریدونو کې کارول او ۴۷ ماینونه چې د ملکي او نظامي کسانو د په نښه کولو په هدف د عامه لارو په اوږدو کې ایښودل شوي و کشف او له منځه وړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت داغه راز زیاته کړې، افغان هوايي ځواکونو تېره شپه د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې پر طالب هوايي بریدونه کړي چې پر مهال یې ددې ډلې ۸ وسله وال وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب