Home+پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنک لویه غونډه روانه ده

پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنک لویه غونډه روانه ده

تاند(یکشنبه، د دلوې ۱۹) د راپورونو په اساس د غونډې د ځای سره شاوخوا مخابراتي او د انټرنیټ خدمات هم قطع شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM يو مشر او د پاکستان د پارلمان غړي، محسن داوړ نن، پر خپل ټويټر ليکلي چې وو، په بنو کې پولیسو هغه کسان نيولي چې غوښتل يې دې جلسې ته راشي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور غونډه د ارمان لوڼي د دوهم تلين په مناسبت جوړه کړې ده.

لوڼی دوه کاله مخکې په بلوچستان کې د يوې مظاهرې په مهال ووژل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې نن یې د ارمان لوڼي د دویم تلین او د یاد غورځنګ د ځينو غړو د راخلاصېدو په پار غونډه کوله، خو تر غونډې مخکې یې ځینې مشران د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي دي.

په پام کې وه، چې د پي ټي ایم له خوا د ارمان لوڼي د دویم تلین او د دوی د ځينو مشرانو د راخوشې کېدو یاده غونډه، د پېښور سپېرير ساینس کالج د لوبو په میدان کې ترسره شي.

څو ورځې وړاندې د کراچۍ پولیسو هم د پښتون ژغورنې غورځنګ شاوخوا ۵۰ غړي نیولي وو.‎

هم مهاله د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم مشر منظور پښتنین وايي، پر پښتنو د پاکستاني حکومت ظلمونه له حد اوښتي او نور وخت رارسیدلی، چې مونږ ورته ځواب ووایو.

د یاد غورځنګ غړو نن غوښتل، چې د شهید ارمان لوڼي دویم تلین او د غورځنګ د ځېنو غړو د راخلاصولو په موخه غونډه وکړي؛ خو د پاکستان پولیسو یې یو شمیر غړي نیولي او په ټاکلي ځای یې د غونډې اجازه نه ده ورکړې.

بل خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د PTI یو شمېر کسانو هڅه کوله د پیسو په بدل کې د PTM ضد شعارونه ورکړي او ستونزې جوړې کړي، خو پاکستاني پولیسو ددې خلکو د مخنیوي پرځای د ملا بهرام او زبیر شاه اغا په ګډون یې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نیولي دي.

د یادونې ده، چې د پاکستان حکومت هر ځل د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ډېر کله په یو او بله پلمه نیسي، او غواړي له همدې لارې د یاد غورځنګ پر وړاندې خنډونه راپورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...