Homeخبرونهافغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له زندانه ۴ ملیکان خوشې...

افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له زندانه ۴ ملیکان خوشې کړي

تاند (یکشنبه د دلوې ۱۹) د ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هلمند ولایت په ګرېشک ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه څلور ملکي کسان ازاد کړي.

دغه وزارت نن یکشنبه په یوه خبرپانه کې ویلي، د ملي اردو کومانډو ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت د ګرېشک ولسوالۍ اړوند پسآب کلي کې د طالبانو پر زندان عملیات ترسره کړل او ۴ ملکي کسان یې ترې آزاد کړل.

تردې وړاندې هم افغا کومانډویانو په هلمند، لوګر او بغلان ولایتونو کې د طالبانو له زندانونو څخه د ګڼ شمېر ملکیانو او نظامیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...