یکشنبه, مې 19, 2024
Home+پای_نېټورک؛ نوې کرېپټو کرنسي

پای_نېټورک؛ نوې کرېپټو کرنسي

پلټنه، لیک، او ترتیب: قریب آرین
ــ مخکې لۀ دې چې پر نوې “پای” کرېپټو کرنسۍ بحث ؤلرم غواړم د #بېټکواین چې تر دې لږ څۀ پخوانۍ کرېپټو کرنسي ده؛ پۀ هکله یو څۀ اندازه پوه شو:
بېټکواین پۀ 2009 کال کې د “ساتوشي ناکاموتو” لۀ خوا جوړه شوه. کارپوهان پۀ دې اند دي چې دا هسې یو خیالي نوم دی، کېدای شي دا یو کس یا یوه ډله وي، ښکاره ده چې ساتوشي د جاپان اوسېدونکی دی، خو د دغۀ کس یا کسانو اصلي هویت لا تر اوسه څرګند نۀ دی.
بېټکواین د نورو اسعارو پۀ څېر نۀ ده، دا ډیجېټل ده، یعنې پۀ مجازي نړۍ کې شته، کاغذي وجود نۀ لري. دولتونه یې چاپولی نۀ شي او بانکونه یې د پېسو پۀ څېر ساتلی نه شي. د اخېستو او پېرودو لپاره یې پۀ جېب کې نۀ شئ ساتلی، بلکې آنلاین یې باید وساتئ. کۀ څۀ هم د پیسو ځینې اتومات ماشیونونه ځینې وخت بېټکواین درکوي، خو بیا هم هغوی یوازې وسپنیزې سکو ته ورته دي، چې پۀ حقیقت کې باید د انټرنېټ لۀ لارې وکارؤل شي.
بېټکواین د یوې اوږدې او جنجالي پروسې لۀ لارې چې “کیندل” ورته وایي جوړېږي او بیا د نړۍ ګرد چاپېره د کمپیوټر او انټرنېټ لۀ لارې څارل کېږي.
اوسمهال هره ورځ تقریباً 3600 نوي بېټکواین جوړېږي، چې پۀ ټوله نړۍ کې یې ټولټال شمېره 16,5 میلیونو او یا تر دې هم ډېرو ته رسېږي.
د دې ارزښت هم د نورو اسعارو پۀ څېر دی، څومره یې چې ډېر خلک پېري او پلوري ارزښت یې زیاتېږي او بیه یې لوړېږي.
د ځینو مهمو سرچینو انګېرنه او وړاندوینه دا ده چې د بېټکواین بیه به لا زیاته شي، یو بېټکواین به لۀ 50000 ډالرو او حتیٰ 1 لکو ډالرو ته ورسېږي.
د اقتصادي چارو کارپوهان دغه ډؤل انګېرنې او اټکلونه تل کوي، خو چې کوم یې رښتیا کېږي، دې ته به وخت ښه ځواب وایي…
ا
#اوس را ګرځم نوې ډیجېټل پای (π) کرنسۍ او د هغې استعمال ته:
ــ پای نېټورک (Pi Network) نوې آنلاین یا ډیجېټل کرنسي ده، چې پۀ 2019 کال کې د امریکا د کالفورنیا ایالت پۀ  سټنفورډ پوهنتون کې د دریو ساینسپوهانو ( Nicolass, Cfan, Ance) د شراکت پۀ پایله کې د 5 میلیارده امریکايي ډالرو پۀ لګښت سره د آنلاین کاروباریانو او سوداګرو د خرڅلاو او معامِلو کؤلو پۀ پار د باوري او نوې کرنسۍ د پېژندلو پۀ موخه منځ ته راوړه. چې د نومؤړې کرنسۍ د ترویج او د باور د فضا را منځ ته کولو پۀ موخه یې ځان ته څو اړین شرایط او تضمینونه مخکې لۀ مخکې کېښودل چې پۀ لاندې ډؤل دي:
*ــ¹ : د توکو یا پېر او پلور لپاره عصري، پیاوړی او خوندي آنلاین میکانېزم او اپلیکېشن چمتو کول.
*ــ² : د دوو کلونو لپاره خپلو ګډونوالو ته پۀ وړیا توګه د (pi) کرنسي ور کؤل.
*ــ³: د دوو کلونو لپاره ګډونوالو ته د جمعه شوې کرنسۍ قیمت نۀ ټاکل (یعنې بې ارزښته ښودل او ګډونوال تم/ماتل کؤل).
*ــ⁴: د دوو کلونو د پوره کېدو وروسته د نوموړې کرنسۍ لپاره د قیمت ټاکل.
*ــ⁵: د  دوو کلونو پۀ جریان کي د (100) میلونو ګډونوالو درلودل.
*ــ⁶: د نړۍ پۀ (120) هېوادونو کې د (ATM)  ماشینونه نصبول.
*ــ⁷: پۀ (21/03/2021) تاریخ د نوموړې
کرنسۍ قیمت ټاکل. (څۀ کم دوه میاشتې وروسته)
*ــ⁸:  د نړۍ پۀ ځانګړو او مشهورو د آنلاین تبادلې یا (Exchange) کمپنیو پۀ منځ کې ځای پیدا کؤل او داسی نور…
نو!
دا چې يو بېټکواین آنلاین کرنسي پۀ نني عام بازار کې تر (36000$) امریکایي ډالره او یا تر دې هم ډېر ارزښت لري، پخوا او لومړیو کې د بېټکواین کمیټې ګډونوالو ته د ورځې د 5 څخه تر 8 وړیا بېټکواینونه ورکؤل. مګر اوس د بېټکواین د وړیا ترلاسه کولو چانس نشته.
خو (pi) کرنسي پۀ ډېر احتمال چې تر بېټکواین هم ډېر ارزښت، قیمت او شهرت پیدا کړي.
دا چې نوموړې (pi) کرنسي هر سمارټ یا ځیرک مبایل لرونکي وګړي ته پۀ وړیا ډؤل د ترلاسه کېدو وړ دی.
کۀ تاسې غواړئ چې دا کرنسي پۀ وړیا توګه لاسته راوړئ نو:
لۀ (playstore) څخه درته (Pi Network) اپلیکېشن را کښته کړئ او انسټال یې کړئ.
دا یې هم لېنک: ⬇
اټکل کېږي چې پۀ نږدې راتلونکي کې د (Pi) کرنسي قیمت تر (100$) ډالرو او یا ډېرو پورې ورسېږي. همدارنګه دا کرنسي به ؤشي کؤلی چې د بېټکواین ریکارډ هم مات کړي دا ځکه چې بېټکواین پۀ پیل کې د یو کال لپاره وړیا بېټکواین کرنسۍ ورکؤلې خو (Pi) بیا د دوو کلونو لپاره (چې اوسمهال هم جریان لري) خلکو ته پۀ وړیا ډؤل کرنسۍ ورکوي. ددې تر څنګه د (Pi) پۀ کرنسۍ 5 میلیارده ډالر مصرف شوی حال دا چې پۀ بېټکواین کرنسۍ تر 2 میلیارده ډالرو زیات مصرف نۀ دی شوی.
نو ښکاره ده چې (Pi) کرنسي به تر بېټکواین کرنسي پۀ مراتبو غوره، ارزښت لرونکې، قیمته او ډېره بهتره وي…
څۀ کم دوه میاشتې وخت لرئ څو وړیا (Pi) کرنسۍ لاسته راوړئ ، نو بېړه وکړئ اپلیکېشن درته انسټال کړئ او وړیا کرنسي لاسته راوړئ.
کۀ څۀ هم  د مالي چارو کارپوهان وایي دا یو ډول بې قانونۍ ته لار خلاصوي خو ناچاره یو؛  باید د نړۍ سره د ډیجېټل او آنلاین پیسو د راکړې ورکړې او ځان سیال کؤلو پۀ پار دا چاره تر سره کړو.
★: د (Pi Network) اپلیکېشن د انسټالؤلو، کارؤلو او همدارنګه کۀ پۀ اړونده موضوع کې نورې پوښتنې لرئ؛ د مسېنجر لۀ لارې راسره پۀ اړیکه کې شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب