څو- څو ځلې مو پر دې ټينګار وکړ چې په ټوله کې جګړه د هېڅ کوم هېواد، نه کومې ډلې یا سیاسي ائتلاف په ګټه نه ده. جګړې ته زړه ښه کول په دې مانا دي چې یو څوک خپل کور ته په خپله اور ورته کوي. که چېرې د اور د وژلو له پاره کافي بشري او مادي ځواک موجود نه وي، د اور د وژلو پر ځای به یوازې د کور د سوځولو ننداره کوي او پایله به يې هم د ایرو لوی ډېران وي. جګړه هم همداسې د خپل هېواد په اور کې د سوځولو په مانا ده. نو ډېره اړینه ده چې د جګړې تر پیلولو څخه مخکې یوه بشپړه ارزونه وشي، د جګړې د پای ته رسولو او د هغه زیان په هکله فکر وشي چې د جګړې له امله یو هېواد ور سره مخامخېږي.
که یو واکمن د جګړې د پای ته رسولو توان په ځان کې ګوري او ګټه يې تر زیان زیاته اټکل کوي او ورسره د دې وړتیا په خپل ځان او خپلو ځواکونو کې ویني چې د جګړې د دوام ابتکار له دوی څخه دښمن نه شي اخیستلای، بیا نو په داسې حالاتو کې که یو واکمن جګړې ته زړه ښه کوي، ګټه به یې تر زیان ډېره وي. خو دا په دې مانا نه ده چې واکمن او قوماندان په ځان او خپلو ځواکونه بېځایه ډاډه شي او په دوامداره توګه يې له کنټرول او هڅولو لاس واخلي، بلکې اړینه ده چې له پخوا زیات له ځواکونو سره مرسته وکړي، ويې هڅوي او هغه څه چې د بریا له پاره اړین وي لا غښتلي او هغه څه چې د ماتې سبب کېږي په ټینګه یې مخنیوی وکړي.
لکه په تېرو لیکنو کې چې موږ د قوماندان پر پېژندلو او غوره کولو ډېر ټینګار وکړ، د دې له پاره و چې قوماندان د خپل هغه رول له امله چې د جګړې د ګټلو او بایللو په هکله يې لري، اړینه ده چې د جګړې تر پیل وړاندې او د ده له ټاکلو څخه د جګړې پر هنر پوه او د هغه څه په هکله بشپړ معلومات ولري چې په پوځي دوکتورینو کې يې د جګړې په ډګر کې پر کولو او نه کولو ټینګار شوي وي.
که قوماندان د جګړې پر هنر پوه وي، د جګړې پر مهال د بریا په رمزونو خبر وي او هوښیار وي، د جګړې د ګټلو له پاره په ټیټه، وچه، جبه زاره، محصوره او پر هغه ځمکه چې شاړه وي قرارګاه نه جوړوي، ځکه پر دې ډول ځمکه د دښمن له خوا تر ډېره پورې زیانګالې (اسیب پذیره) وي او ساتل يې د قوماندان له پاره ستونزې زېږوي.
له دې سره پوځي دوکتورین قوماندانانو ته سپارښتنه کوي چې پر هغه دښمن هېڅکله برید ونه کړي چې په ټینګه او احضار شوې مدافعه کې ناست وي او د جګړې د اوږدېدو او د غولولو له پاره جګړې ته دوام ورکوي. قوماندان باید پر داسې دښمن خپل وخت ضایع نه کړي.
کله چې د واکمن له خوا له ډېرې څېړنې او غور وروسته یو کس د قوماندان په توګه ټاکل کېږي، اړینه ده چې د جګړې په ډګر کې پر هغه بشپړ باور او په واک کې يې له لاسوهنې ډډه وشي. که د یوه قوماندان په چارو کې د یوه ملکي لوړ رتبه چارواکي له خوا لاسوهنه کېږي او له ځانه ځینې غیرضروري سپارښتنې ورته کېږي، په واقعیت کې له قوماندانه لاره ورکوي.
په مخکې لیکنو کې موږ د «توکو» په خبره وویل، چې وسله اصلاً نامبارک اوزار دي او جګړه د اخلاقو خلاف عمل دی، خو په نړۍ کې انسانان لا هم اړ کېږي وسلې ته لاس وغزوي.
په جګړه کې قوماندان د جنګ وزیر دی، د ځمکې پر مخ د مخامخ دښمن او شاته د حاکم پر وړاندې مسوول نه دی. ځکه د دښمن وژل د ده دنده جوړوي او په دې هکله له دښمن څخه پوښتنه نه کوي او بله دا چې د ده په ټاکلو کې له بشپړ غور کار اخیستل شوی دی او د باور له غلبیل څخه هم بریالی وتلی دی. نو اړینه ده چې د جګړې په ډګر کې هم ورباندې بشپړ باور وشي. همدغه پر قوماندان د واکمن باور د جګړې په ډګر کې د بریا ضمانت کوي. قوماندان په ډاډه زړه او پر خپل نفس په پوخ باور سره جګړه تنظیموي او باور لري، چې بریا به د ده په برخه وي، ځکه اړینه نه ده چې قوماندان په هره خبره کې د واکمن حکم ته منتظر پاتي شي.
پوځي دوکتورین بریالي قوماندان ته لارښوونه کوي چې په هغه لار دې نه ځي چې دښمن پرې کمین نیولی وي، که چېرې ډېره لنډه هم وي. له هغه دښمن سره چې پوهېږئ د مرګ تر پولې پورې به تاسو سره جګړه وکړي، که کافي ځواک هم ولري له برید کولو ځان وساتئ. د دښمن پر زېرمو که باوري یاست چې ستاسو لاس ته به راشي له جګړې څخه پرهېز کول د قوماندان په ګټه ده. له دې ټولو لارښوونو تر څنګ د هغې ځمکې له پاره جګړه بېهوده ده چې ساتل يې قوماندان ته مشکل وي او یا په دوامداره توګه د دښمن تر برید لاندې وي.
قوماندان ته په کار ده چې د واکمن امرونه او فرمانونه په عمل کې پلي کړي، خو شیالین وايي:
«د جګړې په ډګر کې د واکمن هغه فرمان چې قوماندان يې د بریا له پاره په زیان ګڼي منل او عملي کول يې اړینه خبره نه ده. باید له منلو يې ډډه وشي، حتی که د قوماندان په شخصي زیان هم پای ته ورسېږي.»
قوماندان باید د هغو پېښو په هکله چې مخکې تر مخکې يې په هکله پرېکړه نه کېږي او په ناڅاپي توګه رامنځ ته کېږي د لازمو پرېکړو وړتیا په ځان کې روزلې وي او د ناڅاپي پېښې پر وخت له وېرې سره مخ نه شي او په ډېره زړورتیا د پېښې د مخنیوي له پاره لاس په کار شي.
قوماندان باید د هغو خطرونو چې له ګټې سره تړلې او د هغو ګټو چې له خطرونو سره تړلې وي، د یو ځای د ارزونې وړتیا ولري، ځکه د ګټې او زیان په هکله چې یوه يې پر بل خپل اغېز شیندي تر سلا او مشورو وروسته پرېکړه وکړي.
له بده مرغه ډېر هېوادونه غواړي چې خپل ګاونډيان خپل اطاعت ته اړ کړي، هغوی دغه کار ګاونډیانو ته په زیان رسولو تر سره کوي. په دې لاره کې د افغانستان له پاره په زیان رسولو کې پاکستان لومړی مقام لري. پاکستان تل کوښښ کوي چې افغانستان په زیان رسولو سره خپل اطاعت ته اړ او تل يې خپل فرمان برداره وساتي. اساسي پروژې یې په نښه کوي، په خلکو کې بېباوري ایجادوي، په سیاستوالو کې نفاق ته لمن وهي او په پوځ پسې مو ناوړه تبلیغات کوي. پخواني قوماندانان ناوړه بولي او هر ډول ټاپې ورباندې وهي.
هوښیار واکمن او قوماندان دښمن ته د زیان رسولو د طرحې او نقشې په ښکاره کړنلاره کې ځای نه ورکوي، بلکې له مختلفو لارو چارو ګټه اخلي. کله چې غواړي له دښمن څخه د مشورو ورکولو کسان لیرې کړي، له شاو خوا څخه يې پوه، هوښیار او عالمان لیرې کوي او یا له مختلفو لارو هېواد ته خاینان ورلېږي او یا د هغه هېواد اوسېدونکي اجیر او په خپله ګټه يې استعمالوي.
کله په چل او ول د حکومت تر منځ اختلافاتو ته لمن وهي او د دوی تر منځ بېباوري او واټن رامنځته کوي او یا داسې کسان ورلېږي چې د خلکو دود او دستور ته زیان ورسوي، دوي اسراف او لوکس ژوند ته وهڅوي. کله نا کله هغه هېواد په فحش او ناروا کارونو اخته کوي او د دې کار له پاره مسلکي او لوکس کسان ټاکي او د دې له پاره ورته دنده سپاري.
د دې ټولو مخنیوی د هوښیار واکمن کار دی او په پوځي هنر پوه قوماندان هم اجازه نه ورکوي چې سرتېري يې په بېهوده کارونو بوخت او د دښمن د شومو پلانونو ښکار شي.
هوښیار قوماندان خپل دښمن تل بوخت ساتي او تل کوښښ کوي چې په ناحقه د تیارسئ په حالت کې وي او د بې ګټې امتیازونو په ورکړې سره هغوی یوه خوا بله خوا وځغلوي او ستړي يې کړي.
د پوځي هنر پوه هوين هسي به ویل:
«کله چې سوله وي، په پوځي هنر پوه قوماندان توره په ملا کې ګرځوي.»
له دې خبرې څخه موخه دا ده چې هوښیار قوماندان تل خپل چمتووالی له لاسه نه ورکوي، حتی په سوله ییزو حالاتو کې هم.
که واکمن د قوماندان په ټاکلو کې له پوره غور کار وانخلي او له هره پلوه يې مطالعه او ونه څېړي، ځینې داسې صفات شته که چېرې د قوماندان په وجود کې موجود وي، پایله يې له تباهۍ او ناکامۍ بل څه نه شي کېدای.
تومو وايي:
«که قوماندان بې احتياطه او بې فکره وي ژر وژل کېږي، ځکه چې زړور خو کودن قوماندان مصیبت وي.»
دا هم ښکاره ده چې یوازې زړورتیا د قوماندان له پاره بسنه نه کوي، ځکه کېدای شي بې له ارزونې ځینو کارونو ته لاس ورتېر کړي او که چېرې ډارن او بې غیرته وي ژر اسیر یا نیول کېږي او د نیول کېدو په صورت کې هم د خپل هېواد او پوځي رازونه ژر افشا کوي.
هوين هسي به ویل:
«د قوماندان تردید ستر مصیبت دی.»
د جګړې په ډګر کې که قوماندان زړه نا زړه او په تردیدونو کې ډوب وي، بې له شکه له ناکامۍ سره مخ کېږي. په جګړه کې عصبي، قهرجن او غوسه ناک قوماندان تل د دښمن او خپلو ځواکونو له خوا مسخره کېږي، ځکه غوسه ناک قوماندان ژر پرېکړه کوي او په دقیقه توګه ستونزو ته پام نه کوي. د ګټې او زیان اندازه نه شي لګولی او په احساساتو کې هسې هم انسان معقوله پرېکړه نه شي کولی. تجربه کار او ازمویل شوي قوماندانان تل هڅه کوي چې په سړه سینه معقوله پرېکړه وکړي.
پوځي دوکتورین حکم کوي چې واکمن ته په کار ده چې له هره پلوه صیقل شوی، روزل شوی، په پوځي هنر پوه، هېواد او خلکو ته وفادار، زړور او عادل کس د قوماندان په توګه غوره کړي، ځکه که قوماندان یوازې د زړورتیا له امله د مډالونو او شهرت په فکر کې وي، تل به له تهمتونو سره مخ وي او یوازې د شهرت له پاره زړورتیا قوماندان له ګړنګونو غورځوي.
له دې سره یوازې مهربان او زړهخوږی قوماندان هم تل له ستونزو سره مخ وي، ځکه هغه د ډېر نرم مزاج له امله د اوږدمهاله او لویو ګټو په خاطر د لنډمهاله او وړو ګټو څخه تېرېدی نه شي.
که واکمن په پوځي هنر پوه او هوښیار نه وي او یا په پوځي مهارتونو بلد او هوښیار مشاورین ونه لري، د قوماندان په ټاکلو کې بې له بشپړ ارزولو اقدام کوي او د جګړې ډګر بایلي، چې پایله يې بې له ستونزو، ويجاړۍ او هېواد ته د سترې ناکامۍ او بد تاریخي نوم ګټلو څخه بل څه نه شي کېدلی. په دغسې حالاتو کې به یې د سرتېرو مرګ ژوبله هم زیاته وي.