شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهډان ورځپاڼه: په پاکستاني روبیو د افغان ډبرو سکرو واردات پیل شول

ډان ورځپاڼه: په پاکستاني روبیو د افغان ډبرو سکرو واردات پیل شول

تاند(یکشنبه، د سرطان دولسمه ) د پاکستان مشهورې ورځپاڼې (ډون) د‌‌ دغه هېواد په پاکستاني روپیو د افغان ډبرو سکرو د واردولو د پيل خبر ورکړی.

دغې ورځپاڼې د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، چې په روپیو د دغو وارداتو پيل د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف په امر شوی.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان هره ورځ شاوخوا درې زره ټنه د ډبرو سکاره له افغانستان څخه د بریښنا د تولید لپاره واردوي.

د سرچينې د معلوماتو پر اساس، سمدستي هره ورځ د ورځې ۳ زره ټنه د خوشال کوټ د اوسپنې پټلۍ تمځای ته لیږدوي.

په پاکستاني روپیو د افغان ډبرو سکرو د کاروبار په اړه افغانانو توند غبرګون څرګند کړی او له طالبانو غوښتي وو ، چې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو او په کلدارو د دې کاروبار دواړو په اړه جدي فکر وکړي.

1 COMMENT

  1. که هر څه همداسی ارزانه خرڅوی نو سرحدی دروازی به نوری هم زیاتی او تخلیه د معادنو ،ځنګلونو او
    نور هر څه چې خرڅیدی شی؛ورځ تر بلی به سرعت اخلی و لو که په کلدارو هم وی
    یواځی همدا معامله تجزیه او تحلیل کړی او وګوری؛دی معامله کی افغانیت ،اسلامیت،تخصص او
    انسانی معیارونو کچه څومره ده؟
    ایا د حکومت کولو ظرفیت لری؟
    ایا امانات ،نه ضایع کوی؟
    ایا ملت ورباندی اعتماد کولی شی ؟
    ایا پدی ظرفیت او کفایت ،ملی ګټی ساتلی شو؟
    او داسی نوری ملی او اسلامی مشروع پوښتنی؛چې باید حکام یی ملت ته روښانه ځواب ورکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب