Homeخبرونهترکيې لسګونه نور افغانان له خپلې خاورې وويستل

ترکيې لسګونه نور افغانان له خپلې خاورې وويستل

تاند( یکشنبه ، د سرطان دولسمه ) د ترکېې حکومت ۱۳۶ نور هغه افغانان له خپل هېواده وويستل ، چې په ناقانونه ډول ېې په دغه هېواد کې ژوند کاوه.

د خبري رسنيو په حواله ، ويستل شوي کسان یا په ناقانونه توګه ترکېې ته تللي وو او یا ېې هلته د قانوني استوګنې موده پای ته رسېدلې وه.

ويل شوي ، چې دغه هېواد د جنورۍ په ۲۷ مه، تر هغې وروسته چې افغانستان ته ېې د هوايي تګ راتګ لړۍ بیرته پیل شوې ، تر ۲۶ زره تنو پورې افغانان په ترکیه کې د ناقانونه ژوند په تور نیولي او افغانستان ته ليږدولي دي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ويل کيږي ، چې ترکېې د خپلو ټاکنو له نیږدې کیدو سره د افغان کډوالو ویستو ته شدت ورکړی.

د دغه هېواد حکومت د ډېرو شویو اقتصادي ستونزو يو اصلي دليل د ناقانونه کډوالو موجوديت او کاروبار ګڼي.

1 COMMENT

  1. د ترکئې حکومت او خپله اردوغان یو ستر منافق دئ. اردوغان د نړیوال صهیونیزم وفادار عنصر دئ.
    د اروپائیانو د توصئو پر اساس ( حتی یو افغان هم باید د ترکئې له لیاری اروپا ته ستون نه سی ) ګامونه پورته کوی البته ازبک تبار ( اکثراً د دوستم لښکری ) خپل هیواد ته جذبوی څو د داعش صفونه په تقویه کړای سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...