Homeخبرونهپه هيلي کوپتر کې د ناوې بيول ؛ سرچینې: د سراج الدين...

په هيلي کوپتر کې د ناوې بيول ؛ سرچینې: د سراج الدين حقاني د ترورزي درېيم واده و

تاند( یکشنبه ، د سرطان دولسمه ) د طالبانو د واکمنۍ يوه وياند قاري يوسف احمدي په داسې حال کې د طالبانو د يوه قومندان له لوري په هليکوپټر کې د هغه د ناوې د ورا بيول رد کړي ، چې د ټولنيزو رسنيو فعالانو د دغه واده د ادعا شوي هلک يانې طالب قومندان په اړه نور جزییات خپاره کړي دي.

د ټولنيزو رسنيو فعالانو ویلي ، چې د دغه واده هلک د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر مولوي سراج الدين حقاني د ترور زوی حاجي بهرام ځدراڼ و.

د سرچينو د معلوماتو له مخې ، حاجي بهرام د خوست ولايت د هوايي ډګر لپاره د طالبانو قومندان دی او خپله درېیمه ناوې ېې په هلیکوپټر کې کینولې وه.

د طالبانو د ویاند مرستیال قاري يوسف احمدي بيا دا موضوع رد کړې او د « دښمن » ناسم تبلیغات یې ګڼلي دي.

مخکې د طالبانو نور قومندانان هم ورته ویډیو ګانو او عکسونو له خپریدو سره د څوومو ودونو په کولو او په مراسمو کې ېې د مهمو دولتي امکاناتو په استفادې تورن شوي وو.

د‌‌ طالبانو ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده د خپلې ډلې مشران او جنګيالي له يوې څخه د زياتو ودونو له کولو منع کړي او ويلي ، چې له شرعي عذر پرته څوک دا اجازه نه لري.

له دې سره، د طالبانو ډېری قومندانان او چارواکي د دې سپارښتنې په نقض تورنیږي.

1 COMMENT

  1. پښتانه سر لري مازغه نه ! دا ټول درواغ دي کوم حقاني هر خر جې د حقاني له مدرسې خلاص شي نو تخلص یې حقاني شي ! خبره د دګیانې دزدراڼې کورنۍ د مولوي جلا الدین حقاني دوروڼو او زامنو څخه دی چې پاکستان ډیر پرې مین دی ! په ريښتا هم د لوګر د شمزار د عباد کلا کې د ملک عبدالقادر ۱۳ کلنه لمسۍ د حقاني په کور کي په دوو بنو واده شوې ده ، یانې دا جاهل درې ښځې لري ! دهلیکوپتر د کښېناستلو ځای آو د ښځې د ختلو ځای او عکس هلیکوپتر ته نه ښکاریږي ! طالب جاهل دی خو ستمیان د پښتنو لوی دښمنان دي ! ددوی په ارګ کې په پښتو خبرې نه خوښيږي ، که په فاړسو خبرې وشوې خبره خلاصه ده ، دوی د انسانیت عدالت او پاکې حکومتوالي پلو یان ندي ، دوی شل کاله قطل او غلا وکړه او په پای کې وتښتېدل ، نالت پر دې رزیلانو !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...