یکشنبه, مې 5, 2024
Home+که شیخ هبت داسي و، لا څه؟/ فرشته جلالزۍ

که شیخ هبت داسي و، لا څه؟/ فرشته جلالزۍ

د امیر المومنین، شیخ هبت الله اخندزاده خبرې مې واورېدې.

په کابل کې د ملایانو جلسې ته خبرې یې ټوټه – ټوټه د افغانستان (پخواني) ملي‌ راډیو ټلویزون پر ټویټر خپرې کړې وې.

د شیخ هبت الله دا ږغ ډير راته اشنا و.

لږ که څوک دقت ورته وکړي‌ ښايي زما په خبره پوه شي.

د امیر المومنین ږغ او د خبرو انداز ډير زیات پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ورته نه دی؟

خو که له دې مضریته تیره سم، په کندهار کې د بي بي سي‌ پخواني خبریال، میرویس افغان تایید کړې چې د هبت الله اخندزاده لهجه د کندهار نه ده او خبرې یې هم د کندهاري ملا نه دي.

زه اصلاً فکر کوم چې دا شیخ ملا نه دی.

د ملا خبرې، لهجه او ادبیات معلوم وي.

د دې شیخ هبت الله اخندزاده په خبرو کې (ح) او (ع) ته که غوږ ونیسئ او دقت وکړئ، د ملا سره زیات فرق لري.

لهجه یې د ښاري سړي ده خو کوشش یې کاوه چې د کلیوالو په ژبه خبرې وکړي.

راډیويي‌/ ټلویزیوني لغاتونه یې په خبرو کې معلوم ول .

مثلاً، یو ځاي یې وویل چې (دې ټکي ته پام کړی دی) دا کلیوالي‌او ملايي‌ ادبیات ندي.

که یې خبرې په دقت واورېدل سي، استدلال او توضیحات یې داسې وه لکه مخاطب چې یې بې عقل وی.

مثلا، موږ اټمي بم منو خو د چا خبره نه منو .

نو پدې خاطر فکر کوم چې وینا یې د بې عقلانو لپاره لیکلې وه .

خو معلومېدل چې په خپله هوشیار سړی دی، تاسو یې وینا د ملا محمدحسن اخند له وینا سره پرتله کړې ، بیا زما په خبره پوهېږئ.

حتی د یوې مخکې له مخکې لیکل سوې وینا لوستل هم یوه اندازه عقل غواړي.‌

د شیخ هبت الله اخندزاده تر ټولو جالبه خبره د پخواني جمهوریت چارواکو ته وه.

شیخ هبت الله اخندزاده وویل چې عفو شوې ده خو څوک دي د چوکۍ تمه نه کوي.

ریښتیا وایي، د پخواني جمهوریت چارواکي چې تقریباً شل کاله یې لږترلږه ظاهراً طالبانو ته تروریستان وویل، له داسې یوه سیسټمه یې معاش او امتیازات واخیستل چې د طالبانو پر ضد جنګېدل او د بګرام او کابل زندانونه یې پرې ډک کړي وو، څرنګه د چوکۍ توقع کولائ شي؟

ځیني کسان ښايي‌ دا استدلال کوي چې د خداي لپاره تللي یا ځي‌ او چوکۍ نه غواړي ،.

خو زه له داسې چا د خپل همکار، وطندار اوملګري پر وینه پښه ږدي د دومره لوی اخلاقي تعهد توقع نلرم.

په وروستیو شل کلونو کې څومره انتحاریانې وشوې؟

په هره انتحاري کې څومره انسانان ووژل، زخمیان او برباد شول؟

په افغانستان کې داسې کور شته چې هلته به څوک د شل کلنې جګړې قرباني نه وي؟

زما په فکر د هغه چارواکي لپاره چې د جمهوریت څخه یې یوه ورځ هم معاش اخیستی، د طالبانو په سیسټم کې یوځاي‌ کیدل بد اخلاقي ده.

خو ښايي یوڅوک دا ملاخورک استدلال وکړي چې بلاخره باید د وطن لپاره قرباني ورکړو او له یوه ځایه پیل وکړو.

طالبانو په افغانستان کې پر ملیونونه نجونو د ښوونځي‌ دروازه تړلې ده.

دا یو لوی بشري ظلم دی.

داسې ظلم یوازې بکوحرام او داعش کولائ سي. نو له طالب سره یوځاي کېدل، له دې ظلم سره همږغي نده؟ که نه ده نوڅه شی ده؟

امریکايیان متل کوي چې وايي‌‌ خاموشي د رضایت معنی لري.

بیرته راځم د شیخ هبت الله خبرې ته چې د پخوانیو چارواکو په اړه یې وکړه ، ښايي اروېدلي یې وي چې (ازموده را ازمودن خطاست) او همدا یې هوښیاري ګڼم.

په شرعي مسایلو کې هم (پټه خوله اقرار دی)‌ خبره ما اروېدلې خو زه په شرعي مسایلو کې زیات علم نلرم،‌ هدف مې دا دی چې تاسو وپوهېږئ چې زه څه وایم .

د طالبانو په سیسټم کې پټ خوله پاتې کېدل هم په ظلم کې د اشتراک معنی لري.

البته، شیخ هبت الله خپل مخ ندی ښکاره کړی.

یو ملګري مي ویل چې نه پوهیږي چې ولې دا سړی خپل مخ نه را ښکاره کوي؟

مال، د افغانانو جمعي شعور ته د توهین لپاره !؟

خو  له غږه یې داسې فکر کوم باید ځوان سړی وي.

 یوه پخوانۍ ټوکه مي را یاده سوه .

وايی د یوې ښځې میړه ورک شو ی و. پولیسو ته ورغلې وه چې میړه مې داسې لوړ ، تک سپین، چهارشانه ،‌ ښکلی سړی و.

وايي،‌ملګرې یې ورته ویلي و چې خورې ستا میړه خو سوی سوخته و ، دا پولیسو ته دي ولي داسې وویل؟

وايي ښځې ورته ویلي و چې پولیس خو یې هسې هم را پیدا کوي، نو پرېږده چې ښه را پیدا کړي.

نو مال ، خدايه پاکه  چې یو ورځ امیر المومنین مخ را ښکاره کړي، داسي دي‌ وي لکه د ترکيې د ټلویزیوني ډرامو اتل، کیوانچ تاتلیتوګ!

نو تر بدرنګه امیر المومنین ښایسته ښه نه دی؟

یوه ملګري نن څو صوتي پیغامونه پر وټس اپ را ولیږل چې مخکې د شیخ هبت الله په حواله خپاره شوي دي.‌

واضح اروېدل کیږي‌ چې ږغ، خبرې او لهجه او دخبرو طریقه فرق لري.

نو که داسي وي چې هر وار یو متفاوت امیر المومنین راته راولي، د مخ ښکاره کولو په وخت کې دي یو ښایسته راولي.

 د دوی به څه ولاړ شي؟

زموږ به لږترلږه سترګې خوږې سي؟

نور د څه شي‌ تمه کولائ شو؟

په ۲۱ مه پیړۍ کې د افغانستان دا حالت او داسې بشري فاجعه انسان له عقل اومنطقه لرې کوي، لږترلږه په موقت ډول.

5 COMMENTS

  1. جزاک الله.
    په زړه پورې لیکنه ده. یو بل چا په فیسبوک کې داسې لیکلي و:

    د شيخ د وينا په اړه څو ټکى هيله دوستان نظر ورکړى:
    ١- دشيخ وينا سياسى او شعارى وه تردى چى عملى وى.
    ٢-وينا دومره سياسى او شعارى وه چى په نيم ساعت وينا کى شيخ هيڅ هم ونه ويل.
    ٣- وينا کى د مهراب او ممبر ادبيات وانوريدل شول.
    ٤- شيخ داسى مالوم نه شو لکه دمحراب آخوند بلکه د يوه ښه ستيژ چلوونکى په شان راڅرګند شو.
    ٥- د شيخ غږ کى د ملا تون او آهنګ نه وه موجود او نه يى غږ کى د ملا زير او بم تر غوږ شو.
    ٦- د شيخ د وينا الفاظ او جملى عجيب او غريب ډول څنګ په څنګ ايښودل شوى وه چى د ملايى ادبى مهارت معمارى سره يى ډير توپير درلود .
    ٧- د شيخ دا غږ له پخوانى غږ سره توپير درلود.
    ٨-او٩- يى تاسوى وواياست!

  2. سلامونه،
    آغلې جلالزۍ خورې ! زه هم په شک کښې شوم چې دا همهاغه نه دی!
    -اول خو آیا د دنیا ټولو مومنینو او مومناتو دی د امیر په حیث منلی؟ ولې ېې په رسمیت نه پیزني؟
    – نپوهیږو دا د یوه دیني لارښود سَتءر له کومه وخته او دچا په فتوا روا سوی ؟ او که فوټو او ټلویزیون باندې ښکاره کیدل حرام وي بیا نو مایکروفون او نور الکترونیکي(د کافر ایجادونه) هم ټولو ط ط ته باید منکراتو کې وي؟؟!!لکه موسیقی!!
    – دوی خو هماغه خلک دي چې د مرحوم ملا عمر مړی ېې هم ۲-۳ کاله کراچۍ هسپټال کې ایښی و او فرمانونه ېې راوتل؛حتی پخواني پریزدڼټ د.اشرف غني هم ورته اختر مبارکۍ ورکړې وې (مړي ته ېې!!!)؛افسوس په هاغه استخبار…
    -غږ ېې رښتیا هم نظر سن ته ېې ځوان ښکاریدهء؛ زه خو د کویټې یا پیښور د شورا ګانو د کوم کرنیل مرنیل پیکر ته لاړم چې له افغانانو لوده ګان جوړوي او د ایرانیانو خبره ‘خرش ساختم’… په ضمن کې ېې د )چاغي (کې ایټم بم څخه هم خپل ډار څرګند نه کړبلکه اټم بم ته ېې کمپاین وکړ او لکه بيبی سي انډایرکټ آرډر ورکړ!!! او لکه د پکتیکا ؛خوست زلزلې د دوی نه څه ځي ؛ژوندونونه به د پښتنو پکې در به دره کیژي
    او ؛ خبرې ېې نیمه ښې کولې خو ک و ن ې ېې کګې!!!!

  3. محترمی خور جلالزۍ،ښه مقایسه او تحلیل یی وړاندی کړی او دقیقو ټکو ته یی پام اړولی
    خو زه د ملا حسن اخوند پام هغی ایت ته اړوم چې وایی؛ مه وایه چې څوک وایی ،وګوره چې څه وایی۰
    او دا هم بل انحصار چې بدوی ملا یی پر ملت وضع کوی؛د دین خبره به یواځی د حقانیه طالبان کوی۰
    راځم امیرالمومنین ته چې ډیر شکونه او بحثونه یی راپارولی؛موږ تر اوسه امیرالمومنین نلرو ،که وی نو ،امیرطالبان حقانیه به صحیح وی؛نه دپښتنو امیر دی نه د مومن ملت۰
    د امیر د ټاکنی طریقه،مشخصات،کړنلاره،قوانین او هر څه له صدر اسلام روښانه دی، مجهول او مشکوک بیانات او حرکات ، اسلام کی ځای نلری؛اسلام د انسانیت ،شفقت،مساوات،عدل ،
    آحسان او رحمت دین دی ،نه د وهلو او وژلو مدرسه۰

  4. سلام
    جلالزۍ خورې اورېدل هم دپوهې یو مهم رکن دی. هغه وخت تکنالوژی ، سیانس او نورو متداوله علومو پرمختګ نه وه کړی چې الله ج دعلم او پوهې مهم ابزار او ارکان ۲غوږونه، ۲سترګې او زړه بللی. لهذا ستا داوردیلو مهارت او استعداد په لیکنه کې په ډاګه دی . ما ددکتور همت په تبصره کې شپږ کلیمې یعنې سترې کلیمی ولیدې او هغه دادی :شفقت، مساوات ،عذل، احسان، او رحمت. جزاک الله
    اما موږ تل دتېر په څیر دغلط فرهنګ په رنا کې، دتقلید او پېښو په محتواکې، دلافو اوپټاکو په هیاهو کې لاره ورکه کړې ده ولې ورکه ده ځواب یی ستا لیکنه کې څېړل شوې او روښانه بریښی.
    دریاضی په قانو ن که زموږ حاکم نظام ددکتور همت له کلیماتو ډېرنه یوازې ۱۰٪ عملی کړی نوجمعا کیږی ۶۰٪ فیصده چې ولس له کړکېچونو اوجنجالو نو خود بخود نجات موندی لکه:
    دنجونو دښوونڼځو تړلو فاحعه
    دیوې بشپړې توانمندې کتلې پر حقوقو پښې ايښوذل( ښځې)
    مشروعیت ( کورنی او بهرنی) ته لاره موندل
    دفیها او مافیها وو ناندرې وهل هغه هم دګودو اوماتو پروګرامونو له لارې
    داهغه څه دی چې له اسلام سره په ټکر کې دی داچې منافقه اوشیطانه نړۍ څه وایی دا دهغو کار دی دهغو لباره سیاسی دریځ به کاردی خکه سیاست دایمی دوست او دښمن نه لری !
    زه فکر نه کوم چې په درې نیم زره عالمانو کې دغه ډول کړکیچونه ایجاد شی. عالم تعریف او دشخصیت نصاب لری
    په هر حال وایی:
    دګاونډی د ښځې په جنازه کې ملا نصرالدین هم برخه اخیستې وه او په چیغو چیغو یی ژړل یوه بې خبر سړی پوښتنه ورڅخه وکړه چې مولوی صاحب چې ستا سودښځې جنازه ده؟ هغه وویل چې زه اصلا پردې خبره ژاړم چې دا دهغې جنازه نه ده!

  5. تر ډېره ښه لیکنه ده.
    امّا یوه عمومی ګیله:
    د روانو ۶۰ کلونو په اوږدو کی زموږ د ښوونی او روزنی د مکاتبو رسمی نصاب او د مضامینو محتوا ( د هری ټولګۍ یا صنف په کچه) تر ډېره مطلوبه او د منلو وړ وه او ده البته د طالب د دواړو ځلو د حاکمیت حالت محسوب او منظور نه دئ) خو د بده مرغه د معارف د ټول سیسټم او نظام د منسوبینو (د شاګردانو په شمول) د زده کړی په ډګر کی ډبر ژور او پراخ غفلت او عدم جدیت ددې لامل ۇ چی په یو صنف یا ټولګۍ کی د څو معدودو شاګردانو پرته هغه زده کړی نه وې تر لاسه سوی کومی چی توقع ئې کېده.
    ډیر لږ د دوولسم ټولګۍ شاګردانو دا استعداد درلود چی ( مثلاً ) خپل یو مسافر دوست ته د احوال پوښتنی لیک ولیکلای سی البته نور مضامین دی هم همداسی قیاس سی.
    که ځوانانو او شاګردانو د مکتب د دینی مضامینو فقط ۵۰٪ محتوا درک کړې وای نو نن به تکړه تکړه لیکوالانو او باحثینو د بحثونو په ترڅ کی دا خبره نه کولای چی ( زه د شرعی او مذهبی مسائلو په هکله معلومات نلرم) بلکه د همهغه مکتبی دینی نصاب په رُڼا کی ئې کولای سوای د نن ورځی د متحجر طالب او طالب پلوه کسانو سره جدّی بحث وکړای سی.
    سړی څه ووائی.
    تېره ورځ کوم چا په فیسبوک کی یو مطلب پُست کړئ ۇ، د مکسیکو د هیواد د یو ښار ښاروال د تمساح سره د واده د مراسمو عکسونه خپاره کړی وه، په تمساح ئې د ناوی سپین کمیس اغوستئ او په څنګ کی ئې ولاړ ؤ.
    ما په کومنټ کی ور ته ولیکل:
    « که ددې ښاروال او تمساح زوی موی پیدا سو موږ دی خبر کړی چی مبارکی ور ولېږو.
    او
    داسی نرمه او پسته او سپینه ناوې او داسی ګړنګن زوم می تر اوسه نه وه لیدلی او داسی ښکاری چی خبره تر آخری زمانې هم دوه سوه متره تېره ده».
    نو عرض می دا دئ چی:
    انګریز د رنډۍ زوی د خپل پنجابی دلال پواسطه په “تمساح ” سپین لباس اغوستی او غواړی د یو یرغمل سوی او حیرت ځپلی زوم ( مظلوم او بې پناه افغان وولس) پر هستی ئې ور خوشی کړی.
    ملا تمساح اخوند د نکاح په مراسمو کی بد ډول غړومبېدئ او پخپلو تېرو غاښو او تېرو پنجو بد ډول نازیږی خو خبر نه دئ چی د فطرت او زمان او مکان جال به ئې لاسونه او اُربوز او پنجې د حرکت څخه واچوی.
    د تبصرې د طوالت له وجی بخښنه غواړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب