جمعه, مې 17, 2024
Home+د امریکا له نظره د سیمې نوي بدلونونه

د امریکا له نظره د سیمې نوي بدلونونه

عزیزاحمد《فضلي》

په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې له ۲۰۰۶م  کال راهیسې د توکمیزو, کلتوري او مذهبي ویشونو یوه سناریو د امریکا له لوري پیل شوې, چې اسرائیل او بریتانیا په دې برخه کې د امریکا ستر ملاتړي بلل کیږي.

د 1991م کال راورسته امریکا د يو نړيوال هیجمونیک قدرت په توګه نړۍ ته نوي دکتورین وړاندې کړل, چې په اساس یې نوي هېوادونه تاسیس نوي سرحدونه ترسیم او د سیمې پياوړي هېوادونه تجزیه شي.

د نوي منځني ختیځ نقشه چې د امریکا د يو نظامي ډګروال رالف پيترز پواسطه ترسیم شوې, ډیری هېوادونه په کې د ماهیتي, مذهبي او کلتوري اړخه یو ځاي شوي او بېل شوي, په منځني ختیځ کې ددې نقشې د عملي کولو لپاره په تدریج سره کار روان دی, د ۲۰۰۶م کال د جون په میاشت کې د لبنان پر ضد د اسرائیلو او امریکا د جګړې پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کاندولیزا رایس او د اسرایلو صدراعظم اولمرت اعلان وکړ چې په لبنان کې د «نوي منځني ختیځ» د جوړولو بهیر پیل شوی دی. په حقیقت کې د امریکا لخوا د عراق، لیبیا او سوریې د دولتونو، پوځونو او هېوادونو ویجاړول ټول د یوه نوي منځني ختیځ د رامنځته کولو ستراتیژیک هدف ته د رسېدو په موخه ترسره شوي.

د دې نقشې لومړۍ(A) برخې موارد عبارت ول له:

1- عراق باید په دریو هېوادونو وويشل شي د عراق سني دولت، د شیعه عرب دولت او په شمال کې د کردستان جلا کول.
2- د ترکیې ختیځ، د سوریې شمال ختیځ، د عراق په شمال او د ایران په شمال لویدیځ کې د کردانو د سیمو په یوځای کولو سره د کردستان تاسیس.
3- همدارنګه د سوریې د مدیترانې سواحلو جلا کېدل او د لوی لبنان رامینځته کول په سوریه کې د رژیم له بدلون سره لبنان ته د هغو انتقال.
خو د ولادیمیرپوتین په مشرۍ د روسیې لخوا د سوریې د رژیم ملاتړ د هغه د نسکورېدو او بدلون د پلان مخنیوی, په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو, اسرائیلو او انګلستان پلانونو ته لوی خنډ رامینځته کړ.  امریکا اوس غواړي چې د خپلې نقشې دوهمه(B) برخه په لار واچوي, د امریکا د نوي منځني ختيځ په (B)برخې کې لاندې موارد شامل دي:

1- سعودي عربستان په دریو برخو ویشل 1 د مکې او مدینې په شمول د مقدس اسلامي دولت تاسیس 2 د ختیځ شیعه سیمو جلا کول او د شیعه عربي دولت سره یو ځای کېدل، 3 د آل سعود خپلواکو سیمو پاتې نومول.
2- د شمالي افریقا د رژیم بدلون او د سوډان ویجاړول.
3- فراه, بادغیس او هرات ایران ته ورکول.
4- له پاکستان او ایران څخه د بلوڅو سیمو جلا کېدل او د بلوچستان تاسیس.
5- د سند او پنجاب ایالتونو څخه د نوي پاکستان جوړول.

سعودي د امریکا د Bپلان لويه, مهمه او لومړۍ برخه تشکیلوي او نوی ددې بحران خواته روان ده, په منځني ختیځ کې له لیبیا، عراق او سوریې وروسته اوس د سعودي عربستان وار دی. له ساحلي سرچینو څخه د تېلو په کشف او استخراج سره امریکا او متحدینو یې د سعودي پر تېلو تکیه کمه کړې ده. وروسته له هغه چې سعودي عربستان د یمن او سوریې د جګړې په جال کې ښکېل شو او تر هغه مخکې یې د افغانستان په جګړه کې امریکا ملاتړ وکړ. اوس واشنګټن د خپل ستر هدف د تعقیبولو لپاره سعودي عربستان پریښود. په داسې حال کې چې ریاض په خپل معاصر تاریخ کې تر ټولو ستونزمن حالت کې دی. سعودي عربستان اوس د خپل ۷۰ کلن امریکايي ملاتړي له خوا د بې ساري مالي او سیاسي تورونو د عملیاتو په څنډه کې دی. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د تېلو د بیو د راټیټېدو له امله یې مالي زېرمې کمې شوې دي. سعودي عربستان په امریکا کې ۷۵۰ میلیارده ډالره پانګونه لري, چې ۱۱۹ میلیارده ډالره یې د امریکا د خزانې په ضمانتونو کې شامل دي. د دې خطر شته چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو لپاره پیسې کنګل او ضبط شي. کارپوهان اټکل کوي چې دا خساره به نږدې 3.3 ټریلیون ډالرو ته ورسیږي. د دې له مخې، د سعودي تېل به د سپټمبر د 11 د قربانیانو د جبران لپاره د ډیرو کلونو لپاره په متحده ایالاتو پورې تړلي وي.

په دې لوبه کې د افغانستان موقعيت!

دا لوبه اوس فعلا په سيمه کې روانه ده! شواهد ښیي چې پاکستان ددې لوبې په لومړي سر کې ده, په پاکستان کې د PTM, TTP اوبلوچ ازادي غوښتونکو موجوديت او وروستي ګړندي تحرکات هغه څه دي چې په پاکستان کې ددې لوبې د پيل پخلی کوي, دا چې ددې لوبې څخه به د پاکستان ګاونډي هېوداونه هم اغیزمن کیږي نو په هغو کې هم کار روان دی, د امریکا د نوي منځني ختیځ د نقشې له مخې پښتونستان باید افغانستان ته ورکړل شي, همدارنګه  فراه, هرات او بادغیس باید ایران ته ورکړل شي, چې ددې لپاره افغانستان کې هم کار شروع شوی د نظام بدلون او وروستي سیاسي تحولات یې پيل ګڼل کيږي. خو د سیمې دا بدلون بلخصوص د افغانستان دا وېش داسې عادي موضوع نه ده ډېر سیاسي رژیمونه به وخوري او ډېر سرونه به یې قېمت ورکړي.

په هېواد کې وروستۍ سیاسي بې ثباتي, اقتصادي بحران او د فدرالیزم نسخو وړاندې کول هغه څه دي چې د نويو امپرياليستانو او استعمارګرو موخو ته د رسيدو سره مرسته کوي.

د دې لوبې په وړاندې د چین او روسیې غبرګون!

زما په فکر په دې سیمه کې د امریکا له لوري په دومره لوړه بیه ددې نقشې پلي کېدل د چین او روسیې د مهار لپاره يو نوی خو له جنجاله ډک ګېم ده, چې ددغو هېوادونو  لپاره به يو نوی سرخوږي جوړ کړي, چې په مقابل کې یې چین او روسيه ډېر په قوت ممانعت کوي او دې کار ته به هېڅ وخت اجازه ور نکړي, ځکه چې د پاکستان او افغانستان په وېش سره به د سیمې د هېوادنو پولې هم ماتې شي, دا باید په یاد ولرو چې د سیمې د هېوادونو پولې له ایران او افغانستان څخه نيولې تر پاکستان او هند پورې، طبیعي پولې نه دي، بلکې د استعماري جګړو پایله ده. هرکله چې امریکا او غرب د دې سرحدونو سره لوبې کوي، دا به د ټولې سیمې د بې ثباتۍ لامل شي.  چې په سيمه کې بې ثباتي د چین او روسیې د راتلونکو خوبونو او هيلو لپاره ستر چلنج ده, نو چین او روسیې دهمدې ویرې څخه د سیميز پيوستون او اتصال لپاره کار شروع کړی, حتا د اوکراین جګړه هم ددې نقشې له امله ده چې د اوکراین جګړه د روسیې لخوا غرب ته يو ښه پيغام ده چې کولی شي روسیه په شرقي اروپا کې نوې پولې تاسیس او سرحدي شخړو ته لمن ووهي دا سیمه ناامنه کړي, او په دې سیمه کې د غرب د ګټو او اهدافو لپاره ستر سرخوږی جوړ کړي.

د اوکراین له جګړې سره جوخت موږ په جنوبي اسیا او مرکزي اسیا کې د ناامنيوو او سیاسي بې ثباتۍ د ګراف د ټيټ والي شاهدان يوو.

منابع

خاکې پور, فاطمه, د فارس خلیج اهمیت او راتلونکی, تحلیلي ليکنه.
البشیر, نويد, په لبنان کې د صهيونیستي دولت ګټې او اهداف, د بحرين د سولې انستيوت 2021,لکچر.
نورزی, عزت الله,د سوريې بحران غرب او شرق, لنډه ليکنه.
خالدي, نور احمد, نقشه امریکا برای ایجاد خاور میانه جديد, تحليلي ليکنه.
جليلي, عبدالمتین, پکتیا پوهنتون, حقوق او سیاسي علومو پوهنځۍ, په منځني ختیځ کې حکومت او سیاست, لکچر نوټ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب