یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامريکا افغانانو ته د فولبرایټ تحصيلي بورسونه بيا پیلوي

امريکا افغانانو ته د فولبرایټ تحصيلي بورسونه بيا پیلوي

تاند( یکشنبه ، د سرطان دولسمه ) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ، چې افغانانو ته د فولبرایټ تحصيلي بورسونو ورکړه بیرته پیلوي.

د وزارت یوه ویاند ویلي ، چې افغانانو ته د دغو بورسونو ورکړه به له راتلونکي میلادي کال څخه پیل کړي.

‏امریکايي ویاند په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

یاد شوي بورسونه په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره سم ، د افغانانو لپاره ځنډول شوي وو.

له امریکا سره د طالبانو د حاکمې ادارې د ترینګلو اړیکو له کبله به ښايي د دغو بورسونو لپاره د کامیابیدونکو کسانو ورتګ د پاکستان او نورو هېوادونو له طریقه وشي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي ، خو ګومان کېږي چې داسې زده کړو ته به په ښه نظر نه ګوري.

د طالبانو د لوړو زده کړو جنجالي وزير مولوي عبدالباقي حقاني څو ورځې مخکې وويل ، چې دوی په اسلامي روحیه په لوړو زده کړو تمرکز کوي.

طالبانو د افغانستان په مختلفو سیمو کې مسلکي انسټیټیوټونه او تاریخي ځایونه په مدرسو بدل کړي او د عصري زده کړو پر وړاندې یې ګڼ خنډونه رامنځته کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب