یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهوزيرستان کې د داعش تبلیغات؛ ملتپالې ډلې د پاکستان پوځ د دې...

وزيرستان کې د داعش تبلیغات؛ ملتپالې ډلې د پاکستان پوځ د دې پرژوې په پلانولو تورنوي

تاند( یکشنبه ، د سرطان دولسمه )‌‏‏ ‏د پاکستان تر کنټرول لاندې له کبله قبايلي سېمې وزيرستان څخه د داعش ډلې د فعالیتونو خبرونه ورکړل شوي دي.

ځایي سرچينو ويلي ، چې له څو ورځو راهيسې داعش ته د منسوبو تبلیغاتو ځینې نسخې په سیمه کې وېشل شوي او هم پاکستاني پوځ داعش سره د تړاو په تور د څلورو تنو د وژلو خبر ورکړی.

د داعش ډلې په تبلیغاتي پاڼو کې د پښتنو د ملتپالو ډلو، په افغانستان کې د واک ته رسیدلو طالبانو، القاعدې او نورو ډلو خلاف خبرې شوي او خلک ورڅخه فاصلې اخیستو ته هڅول شوي دي.

پښتانه ملتپال باور لري، چې د دغو ټولو هڅو تر شا خپله پاکستان لاس لري، ځکه د نړیوالو له پامه لوېدلی او په بد اقتصادي وضعیت کې دغه ایسار هېواد د پخوا په شان پر تروریزم له تجارت سره بیا غواړي چې خپل شریدلی اقتصاد ترمیم او د نړۍ پام ځانته واړوي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه مشخص څه نه دي ويلي ، خو پښتانه ملتپال دا ځل د پاکستان په لاس له جوړ شوي داعش څخه دوی ته د خطرونو له رسولو اندیښنه لري.

1 COMMENT

  1. ټولو نړی پدی پوه شوی چی هره جنګی ډله چی په افغانستان کی فعالیت کوی سرچینه یی له پاکستان او ددی ظالم پوځ به ورسره اړیکی لری نو نړی او ملګری ملتونه ولی د پاکستان پوځ او استخباراتو باندی بندیز نه لګوی چی ټول فشار په هر وخت او هرحالت په افغانانو باندی وی نو اوس چین او ایران او روسیی ته پکار ده چی د هند او ایران په مرسته په پاکستان باندی داسی حالت راولی چی نړی اکراین قضیه هیره کړی ترڅو نړی پوه شی چی په رښتیا موږ هرڅه لیدل مګر مخه مو نه نیوله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب