Homeخبرونهطالبانو د ترکیې او متحده عربي اماراتو ټکټونه ارزانه کړل

طالبانو د ترکیې او متحده عربي اماراتو ټکټونه ارزانه کړل

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۱۰ ) د طالبانو د رژیم د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت ترکیې او متحده عربي اماراتو ته د هوایي الوتنو ټکټونه ارزانه کړل.

یاد شوي وزارت په یوه اعلامیه کې د یادو ټکټونو نوې بیې اعلان کړي، چې تر مخکینیو بیو د پام وړ کموالی پکې لیدل کیږي.

طالبان وایي، که کوم هوایي شرکت له مساپرو د ټکټونو زیاتې پیسې غواړي، دوی ته دې خبر ورکړل شي.

په وروستیو کې د هوایي شرکتونو له لوري د ټکټونو له زیاتوالي شکایتونه کیدل.

د طالبانو رژیم د ځمکني ټرانسپورت د کرایو نوې لایحې هم وضع کړي، چې خلکو یې هرکلی کړی دی.

2 COMMENTS

  1. که د ایران او پاکستان هیوادونو د نرخونو سره مقایسه شي، اوس هم ډېري دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...