Homeخبرونهد میدان وردګ چاودنې ۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د میدان وردګ چاودنې ۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

تاند:( یکشنبه ، د غویي ۱۰ ) د ميدان وردګو د سيدآباد ولسوالۍ په دښت ټوپ سيمه کې د يو ناچاودلي توکي دچاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

 د دې ولايت د عامې روغتيا لپاره د طالبانو د رژیم رئيس ډاکتر محمد زرک ځيرک وايي، چې دا چاودنه وړمه ورځ له غرمې وروسته په شاوخوا درېو بجو شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې د پېښې د قرباني شويو ماشومانو عمرونه له ۱۲ کلونو کم وو.

نوموړي وويل، چې د پېښې ټپيان د کابل ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو کې د افغان ماشومانو د مرګ ژوبلې ورته خبرونه زیات شوي.

څارونکي باور لري، چې د فقر ورځ تربلې زیاتوالی د زړو اوسپنو ټولولو ته د ډېرو ماشومانو د مجبوریدو او ورته پېښو سبب شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...