تاند:( یکشنبه ، د غویي ۱۰ ) د افغانستان یو شمېر سیاسي ډلو د هېواد د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پریکړه لیک هرکلی کړی.
په یاد شوي پریکړه لیک کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه غندل شوي او د ژر لغوه کیدو غوښتنه یې شوې ده.
امنیت شورا له ټولو هېوادونو غوښتي، چې د طالبانو د دغو بندیزونو پر وړاندې ودریږي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یاد شوی پریکړه لیک د افغانستان د یو شمېر سیاسي ډلو له هرکلي سره مخامخ شوی دی.
د ملي مقاومت د عالي شورا په نوم د یو شمېرسیاسي ډلو ایتلاف، چې مشران یې تر ډېره ترکیه کې مېشت دي، په یوه اعلامیه کې د امنیت شورا له دغه پریکړه لیک څخه ملاتړ کړی.
یادې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ملګري ملتونه باید طالبانو سره د امریکا د دوحې د سولې تړون یوې خوا ته پریږدي او د یوې ځانګړې ډلې له ګمارلو سره د افغانستان د ناورین د حل لپاره خپله لاس په کار شي.
د دغې شورا ټینګار د یوې انتقالي دورې رامنځته کول او په افغانستان کې د عمومي ټاکنو له لارې د نظام په رامنځته کولو دی.
طالبانو مخکې په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غبرګون کې ویلي وو، چې د ښځو اړوند مسایل د افغانستان داخلي موضوع ده.
د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم د امنیت شورا د تازه پریکړه لیک هرکلی کړی.
ONE GROUP OF CORRUPT ARE AGAINST AFGHAN ISLAMIC EMARAT.
BECAUSE THEY COLLECT MILLIONS DOLLARS BUT NOW LIKE DOGS DON,T HAVE ANY SUCCESS.
IF UNITED NATION BRING ANY KIND PRESSURE ON TALIBS.THE RESULT WILL BE NEGATIVE.
UNITED NATION MUST MUSST FALLOW NICE&GOOD DEPLOMACY WITH TALIBS.GIVE PLACE IN UNITED NATION FOR TALIBS.
OFFICIAL RECOGNITION OF TALIBS MUST ACCEPT BY UN.
AND FALLOW FINANCIAL SUPPORT OF AFGHANS UNDER TALIBS LEADERSHIP.
THANK YOU
دوی سیاسي یا سیاستوال ؤ که غلامان، ناموس پلورنکي په پاکستان کې سره له رهبرانو یې چه د سویس د زیوریخ د تلویزیون غړی شاهدان په ۱۹۸۵ کې ، لا ژوندي دي، زورواکي، قاتلان، غله او غاصبان، د دباندنیو امر لاندې مفسدین؟
غلامان او یا دغلامانو زامن خپله اراده بایللی، عقل یی همدومره کار کوی چی دپردو په زور ځان په افغانانو تحمیل کړی. همدا تحمیل سوی څیری باید دافغانستان دپولیسو لخوا قید قلم او دوسیی ورته خلاصی سی. هر هغه افغانضده عمل او حرکت یی ولیکل سی او بیا دهغه په هکله محکمه دایره کړی. که محکمی ته حاضر نسی غیبی دعوا باندی وچلوی او بیا مالی او جسمی مجازات ورکړل سی.
د افغانستان مسلمانہ خاورہ نور د داسی خلکو حتی رائے تہ ہم اڑتیا نہ لری چا چی د مقدس وطن پر لندن واشنٹن او فارس خرس کڑی وو ۔
اے د تیر حکومت کارمندانو د اللہ پہ خاطر د خپل قبر او آخرت غم وکی نور د مسلمانانو د دشمنی سخہ لاس واخلی ۔
و من اللہ توفیق
ته په پښتو لیکنه وکړه نه د جناح فرنګي په ژبه😡شرم ده سي خپله مورنۍ ژبه لیکل نسې کولائ
دغه ټولې بدبختۍ د همدغو رذیلانو جهادي داړو اشرارو له برکته. تف لعنت په دغو د افغان ولس په قاتلانو او غلو باندي. ددوۍ سره د خپلې چور سوي او غصب او د ماڼیو د لاسته راوړلو غم ده نه د ښځو نه د افغان ولس 😡🤮🐖