شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد شانګهای غونډه؛ افغانستان کې د ترهګرو ډلو له خطرونو شکایت وشو

د شانګهای غونډه؛ افغانستان کې د ترهګرو ډلو له خطرونو شکایت وشو

تاند:( شنبه ، د غویي ۹ ) د هندوستان په کوربه توب د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان په غونډه کې بېلابېلو هېوادونو ادعا او شکایت وکړ، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې موجودې دي او د سیمې او په خاصه توګه د منځنۍ اسیا امنیت ګواښي.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وویل چې په افغانستان کې د ځینو ترهګرو ډلو شتون د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا لپاره ستر ګواښ دی.

د روسیې دفاع وزیر دا هم ویلي، چې دغه ډلې هڅه کوي د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو ته “افراطي افکار” خپاره کړي.

د دې غونډې یو شمېر نورو ګډونوالو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

د هند د دفاع وزیر راج نات سینګ په دې غونډه کې وویل: که یو هېواد ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي، نه یوازې د نورو لپاره، بلکې د ځان لپاره هم خطر رامنځته کوي. د ځوانانو افراطیت نه یوازې د امنیت له نظره د اندیښنې وړ دی، بلکې د ټولنې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ په لاره کې لوی خنډ دی. “زموږ تر ټولو مهم لومړیتوب باید دا وي چې له ترهګرۍ سره اغېزمنه مبارزه وشي.”

د چين د دفاع وزير لي شنګ فو وويل: چين ليوال دی چې د شانګهای سازمان له غړو سره په ګډه د نړيوال امنيت د نوښتونو د پلی کولو، له ترهګرۍ سره د مبارزې د همکارۍ پياوړتيا، د همکارۍ ساحې پراخې او د نړيوالې او سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره د همکارۍ د حل لارې چارې پياوړې کړي.

افغانستان د دغه سازمان څارونکی غړی دی. خو دغه غونډه د افغانستان د استازي له موجودیت پرته ترسره شوه.

د طالبانو رژیم، چې پر افغانستان واکمن دی او نړۍ یې په رسمیت نه پېژني، په داسې غونډو کې د خپلو استازو له نه ګډون څخه تل شکایت کوي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې اوس په افغانستان کې امنیت او ثبات دی او په دې اړه د نړۍ اندېښنې بې بنسټه دي.

  مجاهد ویلي: «د دوی په اړه اندیښنه مناسبه نه ده. موږ تاسو ته ډاډ درکوو، لا دمخه ډیر توپیر شتون لري، ډیر خوشبیني رامنځته شوې ده. لا هم عملي ګامونه پورته شوي دي. دوی باید امنیت هېر نه کړي، دوی باید په افغانستان کې ثبات هېر نه کړي او پر دې حساب وکړي.»

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت ادعاوې په وروستیو کې د مختلفو هېوادونو له لوري زیاتې شوي، خو طالب رژیم دا ادعاوې ناسمې بولي.

په وروستیو کې له طالبانو سره د دوی د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو ناندرۍ زیاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب