جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د امنیت شورا تازه پریکړه لیک ته نړیوال...

د افغانستان په اړه د امنیت شورا تازه پریکړه لیک ته نړیوال غبرګونونه

تاند:( شنبه ، د غویي ۹ ) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا تازه پریکړه لیک له بېلابیلو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

امریکا متحده ایالاتو، چې د پریکړه لیک د تصویبونکو په سر کې و، له دغو پریکړو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو د کار او زده‌کړو په هکله د طالبانو د بندیزونو د لغوه کیدو په تړاو د امنیت شورا پریکړه لیک ستایي.

 وېسټ وویل:«د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غوڅ اکثریت سره یو داسې ځواکمن پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د طالبانو له لوري د افغانستان د نیمايي نفوس ځپنه غندي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغانانو بشري پالو اړتیاو ته د رسېدو په ګډون ګډو ګټو ته ژمن دی.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د امریکا دایمي استازې میشل ټیلور هم وايي:«د ښځو او همداراز د هغو کسانو چې څنډې ته شوي د ځواکمنولو لپاره د یوې ټول‌ګډونې سیاسي تګلارې جوړول ډېر مهم دي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک چې، مسوده یې د متحده عربي اماراتو او جاپان له لوري جوړه شوې وه، د پنځشنبې په ورځ د یادې شورا د غړو له لوري تصویب شو.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي بیا ویلي، چې یاد شوی پریکړه د مثبتو ټکیو ترڅنګ ستونزې هم لرلې.

د هغه په وینا، امریکا متحده ایالاتو پرې نه ښودل چې په دغه پریکړه لیک کې د افغانستان ټول واقعیتونه منعکس شي.

روسي استازي په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو له لوري د افغانستان د بانکي زېرمو کنګل ساتلو ته په اشارې وویل، چې په پریکړه لیک کې د دغې زېرمې له کنګله ویستل باید شامل وای.

د افغانستان په چارو کې د ایران یوه دیپلومات ویلي، چې که طالبانو د امنیت شورا تر غونډې مخکې د ښځو پر وړاندې بندیزونه بیرته اخیستي وای، کیدای شول چې د دوحې په کیدونکې غونډه کې د دوی د رژیم د په رسمیت پېژندلو بحث مطرح شوی وای.

طالبانو بیا ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک ځينې ټکي ستایي، خو د ښځو پر وړاندې د دوی بندیزونه د افغانستان داخلي موضوع ده  او نه باید بهرنیان لاسوهنه پکې وکړي.

1 COMMENT

  1. دا خبیثه امنیت شورا په ٢٠٠١ کال کی چیرته وه چی کروز بی٥٢ د هوا او ځمکی له لاری د افغانستان پر مظلومو انسانانو بی رحمه بمباری کولی دا منهوسه او تاریخ تیره شوی امنیت شورا چیرته وه چی پر افغانستان د بمونو مور استعمال شوه همدی شورا خپل اصلیت دلاسه ورکړیدی هیڅ پریکړه یی اهمیت نلری. امنیت شورا ته تسلیت مړه ده ډیره پخوا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب