Homeخبرونهتېر کال ۶۹ ټنه افغان زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي

تېر کال ۶۹ ټنه افغان زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي

تاند:( شنبه ، د غویي ۹ )  د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ۲۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوي دي.

د دغه وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند ویلي چې ‌د دغو زعفرانو ډېره برخه یې د هوایي دهلیز له لارې هندوستان، متحده عربي اماراتو او چین ته صادر شوي او بیا له یادو هېوادونو څخه سوداګرو امریکا، اسټرالیا، مراکش او اروپایي هېوادونو لکه هسپانیا، هالنډ، ایټالیا او جرمني ته صادر کړي دي.

افغان زعفران په نړیواله کچه اول مقام لري، خو د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یې ګاونډي هېوادونو ته د قاچاق او له هغو هېوادونو څخه د غیر افغاني تولیداتو په نوم د صادریدو خبرونه زیات شوي.

طالب چارواکي ادعا کوي، چې د دغه قاچاق مخنیوی یې کړی، خو کروندګر لا هم له دې ستونزې شکایت کوي او وایي د دغو تولیداتو بازار یې خراب شوی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...