تاند:( شنبه ، د غویي ۹ ) ایراني رسنیو ویلي، چې هېواد یې د هلمند سیند څخه د اضافي اوبو د غوښتلو لپاره یو لوړپوړی پلاوی په نیږدې راتلونکي کې کابل ته لیږي.
ویل شوي، د دغه پلاوي مشري به ایران د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر علي سلاجګاه وکړي.
نوموړی به تر راتلونکو دوو اونیو د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر “حسن کاظمي قمي” ویلي و، چې سږ کال د هلمند له سینده ایران ته د زیاتو اوبو د وړلو هیله لري.
ایراني رسنیو د ازبکستان د ثمرقند غونډې په څنډه کې هم په دې اړه طالب وزیر ملامتقي سره د خپل پلاوي د خبرو خبر ورکړی و.
طالبان د منتقدانو له سختو تورونو سره مخ دي، چې ګواکې د دوی له نا رسمي رژیم څخه د ایران د ملاتړ خپلولو لپاره یې دغه هېواد سره د افغانستان پر اوبو پټې معاملې کړي.
طالب مشران بیا دا تورونه ردوي او وایي، چې د اصولو په رڼا کې ایران سره د اوبو پر جنجال خبرې کوي.
خود به ی رالیژی دی ملایانو حکومت ده داسی به غوښتنه تری کوی لکه چه سوک دی خپلی ښځی سخه کوی ملک په کنډواله په بی سر نویشتی باندی اخته خلک په فقر اخته هرسوک تری هرقسم چه زړه غواړی هماغسی غوښتنه کوی او ملا به سر سترګو منی یوازی خپلو خلکو ته نران دی چه خپل زور ورباندی ازمای
اوبه د لوی افغانستان تر ټولو لویه هستی(شتمنی)ده او اوس یې افغانان په قدر پوې شوی دی.
که د الله ج خوښه وه همدا اوبه به مو دسیالانو سرلښکر کړی.
هیله دا ده چه اسلامی امارت زموږ دغه لویه او بی بدیله شتمنۍ مهار او د وطن په ګټه وکاروی.
د اوبه په سر باندي پته یا ښکاره معامله حقوقی پایلي لرلې نشې. ځکه چي د طالبانو اوسنې واکمنې د خلکو استازیتوب نکوې او مشروعیت نلرې.