Homeخبرونهطالبان د دوحې ناستې ته نه دي بلل شوي

طالبان د دوحې ناستې ته نه دي بلل شوي

تاند:( شنبه ، د غویي ۹ )  د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان وایې، چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان له لوري  د دوحې په جوړیدونکې غونډه کې د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، چې  سرمنشي انټونیو ګوټېرېش طالبانو ته د ګډون بلنلیک نه دی استولی.

ټاکل شوې، چې  د دوحې غونډه دوشنبې او سې شنبې په ورځو چې د غويی ۱۱ مه او ۱۲مه کیږي د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.

مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد ویلي وو، چې په دې غونډه کې ښایي د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه پریکړه وشي.

د نوموړې دا خبره له پراخو مخالفتونو سره مخ شوه.

تازه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پریکړه لیک كې پر طالبانو غږ کړی چې که د ښځینه وو تروړل شوي حقونه ژر بیرته تامین نه کړي، بندیزونو سره به مخ شي.

ایران بیا ویلي، چې طالبانو د افراطي پریکړو له دوام سره، د دوحې غونډه کې د دوی د په رسمیت پېژندنې بحث له اجنډا غورځولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...