Homeخبرونهسمنګان؛ د ډبرو سکرو د یوه کان ښویېدو له کبله ۳۵ کاریګر...

سمنګان؛ د ډبرو سکرو د یوه کان ښویېدو له کبله ۳۵ کاریګر بند پاتي

تاند (یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۵مه) په سمنګان کې د یوه کان د ښوېیدنې له کبله ۳۵ کارګر په کان کې بند پاتې دي.

سمنګان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسئولین وایي، چې په سیمه کې د ژغورنې عملیات په چټکۍ سره دوام لري.

دغه پېښه تېره شپه د دره صوف پایین ولسوالۍ سفیدخاک ګلوله کلي کې رامنځته شوې ده.

د سمنګان ولایتي روغتون امر سیدعثمان حمیدي بیا ویلي، چې کان کې د بند پاتې کارګرو د ژغورني عملیات دوام لري او سیمې ته یې روغتیايي ټېمونه او امبولانسونه هم استولي دي.

په کان کې د بند پاتې کارګرو د برخلیک په اړه لا معلومات نشته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...