چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د ازبکستان او ترکمنستان وارداتي برښنا پرې شوه

افغانستان ته د ازبکستان او ترکمنستان وارداتي برښنا پرې شوه

تاند ( یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۵مه)د افغانستان برېښنا شرکت وايي، هېواد ته د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنيکي ستونزو او د ترکمنستان وارداتي برېښنا د توپان له امله پرې شوې ده.

یاد شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې سره د کابل او یو شمېر ولایتونو برېښنا هم قطع شوې ده.

برېښنا شرکت نه دي ویلي، چې یادې ستونزې به کله حل شي،خو زیاته کړې ده چې د ترکمنستان برېښنا وخت تا وخت د تخنیکي ستونزې له امله پرې کېږي.

دا په داسې حال کې ده،چې د افغانستان برېښنا شرکت د لیندۍ په ۱۷مه اعلان وکړ، چې له ترکمنستان څخه یې د ۲۰۲۵ کال لپاره د برېښنا د واردولو قرارداد تمدید کړ.

هغه مهال هم له ترکمنستان څخه هرات ته د وارداتي برېښنا په مزو کې د ستونزو له کبله په هرات ښار کې برېښنا پرچاو شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب