Homeخبرونهپه سمنګان کې د سکرو د کان د یوې برخې د کښېناستو...

په سمنګان کې د سکرو د کان د یوې برخې د کښېناستو له کبله ۳۵ کارګر بند شوي

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۵ مه) د سمنګان ولایت د سکرو په کان کې لږ تر لږه ۳۵ کارګر د کان د یوې برخې د راپرېوتو له کبله بند پاتې شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس نن خبر ورکړ چې دا پېښه تېر ماښام شاوخوا ۶ بجې د دره صوف ولسوالي په سپین خاک سیمه کې شوې ده.

په خبر کې وړاندې راغلي چې د ژغورنې عملیات روان دي خو تر دې دمه ژغورونکي بریالي شوي نه دي چې کارګر راوباسي.

د افغانستان د سکرو لوی کانونه د سمنګان په دره صوف او د بغلان په کرکر کې موقعیت لري او په ځلونو په دغو کانونو کې د لغمونو د لوېدو او یا د ګاز د خپریدو له کبله کان کیندونکي مړه او ژوبل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...