تاند ( یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۵مه) د طالبانو د حکومت د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې د دوی د مشر مولوي هبةالله د حکم او د طالبانو ادارې د لوی رئیس مولوي نورالحق انور په مشرۍ پرون شنبه د لیندۍ ۲۴مه د یو شمېر وزارتونو، ریاستونو، علماوو شوراګانو او استازو په ګډون هېواد کې د بدو دودنو د مخنیوي غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې غونډه کې د بدو دودونو د مخنیوي په موخه کړنلاره ترتیب او تصویب شوه، چې تر منظورۍ وروسته به عملي شي.
خبرپانه کې راغلي،چې په دې غونډه کې هغه بد رواجونه تثبیت شول، چې په افغاني ټولنه کې دود او له اسلامي شرېعت سره په ټکر کې دي او له کلونو راهیسې د افغانستان په زیاتو سیمو کې یې خلک له اقتصادي، اخلاقي او ټولنیزو عواقبو څخه کړیږي.
دا پرېکړه داسې مهال ترسره کیږي چې دمګړۍ په افغاني ټولنه کې ملا ماتوونکو رواجونو ځوان قشر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
ناوړه دودونه باید اصلاح شی ،ښه خبره ده مګر ټولی غوښتنی له غیر طالب او ملت څخه دی او د امراوو د مسؤلیت نه څه نه ویل کیږی هر یو یی له امیر تر عسکر له تحقیر تر وهلو او وژلو صلاحیت لری او په سلګونو پیښې لیدل شوی ،خو هر کس یی واجب الاحترام او غیر مسؤل دی.
مګر په نړۍ کی امرا یواځی صلاحیت نه بلکی مسؤلیت هم لری او مسؤلیت پذیری په انسانیت کی دروند او عالی صفت ثابت شوی ؛تل
به یواځې دا نه وی چي خلکو دا کوی او دا مه کوی بلکی دا به هم وی چي موږ منحیث امرا څه مسؤلیت لرو د ملت په وړاندی؛خو مع الاسف تر اوسه دا جاده یکطرفه ده .
دا یکطرفه جاده د ژوند ما یحتاج ته ځواب ویلی نشی نو ځکه مردوده او ناکامه ثابت شوی.
اسلامی هدایاتو کی هم امراء ټولواک ندی د صلاحیتونو او مسؤلیتونو لپاره قوانین لری تر څو انسان عیار او خودسری ونکړی او هر فعالیت یی د قانون په محدوده کی وی که دا خصوصیت په امراوو کی نه وی بیا بی عدالتی او ظلم په ټولنه حاکم او ښکرور حمر تبارز کوی .
په اوس کی به بهتره دا وی چي په نورو ساحو کی هم کار وشی لکه انفاق فی سبیل الله، احترام او شفقت ، اعدلوا هو اقرب للتقوی،امانات اهل ته یی سپارل ،اهل څوک دی؟ او نور هغه څه چي د ملت د خادمانو ظرفیت لوړ او فرعونیت او جاهلی یکطرفه حکمروایی ته د پای ټکۍ کیږدی او لعنت د انحصار ختم او اهل د کار د ملت خدمت ته راووځی او ملت د انسانیت د معراج مسیر ومومی.