تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۵ مه) د طالبانو د حکومت ویاند «ذبیحالله مجاهد» د اروپایي ټولنې لپاره د افغانستان د ځانګړي استازي «توماس نیکلاسن» د ماموریت پای ته رسېدو په اړه ویلي، هغه په دې کې پاتې راغلی چې د کابل اړیکې له دې ټولنې سره عادي کړي.
مجاهد ټینګار وکړ چې د اروپایي ټولنې لپاره باید داسې نوی ځانګړی استازی وټاکل شي چې د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي.
هغه زیاته کړه: «دا چې نیکلاسون ونه توانېد چې د افغانستان اړیکې له اروپایي ټولنې سره عادي کړي او هغه نظر چې د جګړې له وخته په اروپایي ټولنه کې د افغانستان په اړه پاتې دی، بدل نه کړ، دا یوه بریا نه ده.»
له هغه وخت راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته رسېدلي، تر اوسه هیڅ اروپایي د افغانستان په سفارتونو کې د طالبانو استازی نه دی منلی.
نیکلاسون، چې د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی دی، په وروستیو ورځو کې افغانستان ته سفر وکړ او له دې سفر وروسته یې په یوه اعلامیه کې وویل: «زه له افغانستان څخه د بشري، سیاسي، د بشري حقونو او اقتصادي وضعیت په اړه له ژورې اندیښنې سره وځم. په ټوله کې، هغه مسیر چې دغه هېواد د وروستیو فرمانونو او لارښوونو له امله پرې روان دی، د اندیښنې وړ دی.»
مجاهد له دې سره سره چې طالبان د نړۍ او افغانانو د غوښتنو خلاف لوري ته روان دي، تمه لرله چې نیکلاسون به د کابل د سفر په پای کې نړیوالو ته د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه ښه تصویر وړاندې کړي.
د نیکلاسون له سفره لږ وړاندې طالبانو د نجونو پر طبي او نیمه طبي زده کړو هم بندیز ولګاوه، دا یوازینۍ برخه وه چې لا هم یو شمېر نجونو پکې زده کړې کولی شوې.
يو څوک چې د خدای او د رسول نه مني او نه ملت ته مخه کوي او ملت ته درناوی نه لري، نو اروپايي ټولنه به څه وکړي؟
يو څوک چې له خدايه حيا نه کوي او د هغه د مخلوق د زده کړو مخه يې نيولې ده چې موږ خو مکتبونه په چورلټه (مطلق) توګه بند کړي نه دي، بلکې مو ځنډولي (تعطيل) کړي دي او په دې علماء ناست دي او بحث پرې کړي چې څه جواز ورته راوباسي، نو يو يو څوک چې په دريو کلونو کې د يوې مسألې حل رايستلی نه شي، نو له هغو به څه تمه وشي.
ملا او طالب خو له دريو خاء ګانو جوړ دی چې ټول عمر په هغه دريو کې اخته دی او ذهنيت يې له هغې ور آخوا نور کار نه کوي.