چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه؛ د کوکنارو د بدیل نشتون افغان بزګران بد وضعیت سره...

ملګري ملتونه؛ د کوکنارو د بدیل نشتون افغان بزګران بد وضعیت سره مخ کړي

تاند ( یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۵مه)‏د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله کني ویګناراجا وایي، ۲۰۲۲ کال کې د اسلامي امارت له لوري افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز که څه هم نړۍ کې د کوکنارو محصول کم کړی، خو د بدیل کښت نشتون له امله یې افغان کروندګر له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

هغې ویلي، د کوکنارو پر کښت تر بندیز وروسته افغان کروندګرو یو میلیارد ډالر عاید له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له لوري خپره شوې ویډیو کې افغانستان لپاره د دغه استازي سټېفن روډرېکز بیا ویلي، دغه سازمان افغانستان کې له کروندګرو سره د مرستې په موخه د کوکنارو دوه زره هکټاره ځمکه د زعفرانو او مېوو د کښت لپاره چمتو کړې چې له ۶۰ زرو کورنیو سره به مرسته وکړي.

روډ ریکز زیاته کړې،چې دغه برخه کې د رامنځته شویو ننګونو د حل لپاره دا سازمان بدیلو کښتونو لپاره د ځمکې چمتو کولو سربېره، د اوبولګولو د سیسټم جوړولو، اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې د مقاومت لرونکي کروندې رامنځته کولو، بازارموندنې او پر نشه یي توکو د اخته کسانو د درملنې هڅې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب