Homeخبرونهد سمنګان د ډبرو سکرو په کان کې بند پاتې ۲۲ تنه...

د سمنګان د ډبرو سکرو په کان کې بند پاتې ۲۲ تنه کاریګر وژغورل شول

تاند ( یکشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۵مه) په سمنګان ولایت کې د طالبانو د کانونو رییس مخدوم لطف‌الله وایي، چې د دره‌صوف پایین ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې بندپاتې ۲۲ تنه کاریګر وژغورل شول.

د نوموړي په وینا، د کاریګرو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

له دې مخکې، د سمنګان د والي ویاند ویلي و، چې د دره‌صوف پایین ولسوالۍ د ډبرو سکرو د یوه کان د لوېدو له امله نږدې ۳۵ کارګران بند پاتې دي.

دغه پېښه تېره شپه د دره صوف ولسوالۍ سفیدخاک ګلوله کلي د کان د ښویېدنې له کبله رامنځته شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....