پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهروسیې سره جنجال؛ مجاهد: افغانستان کې ترهګر نشته، له سيمه ييزو هېوادونو...

روسیې سره جنجال؛ مجاهد: افغانستان کې ترهګر نشته، له سيمه ييزو هېوادونو ورته راځي

تاند: ( يکشنبه ، د غويي ۱۰ ) ‏د طالبانو د رژيم وياند ذبيح الله مجاهد وايي د روسیې فدراسیون د دفاع وزیر سرګي شایګون هغه څرګندونې ردوي، چې ګواکې له افغانستان څخه وسله والې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ پيښوي.

مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی نه یوازې دا چې له کلونو جګړې وروسته په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ کړی، بلکې په سیمه کې هم امنیت او ثبات د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست سره مرستندوي بولي او په هېڅ صورت نه غواړي امنیتي ګواښونه موجود وي.

طالب وياند ويلي:« د روسيې هېواد مسوولین باید متوجه وي، چې په تېرو څه کم ۲کلونو کې نه یوازې دا چې له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ د کوم هېواد امنیت له ګواښ سره نه دی مخ شوی، بلکې زموږ امنیتي ځواکونه توانېدلي، چې په بشپړ قاطعیت سره په افغانستان کې د داعش فتنه ‌ګرې ډلې پاتې شوني تصفیه کړي.»

د طالبانو وياند زياتوي، دوی او له نورو هېوادونو څخه، په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو څخه هم تمه لري، چې د خپلو هغو اتباعو مخه ونیسي، چې افغانستان ته د ورانکارو پېښو لپاره د دا خلېدو هڅه کوي.

ذبيح الله مجاهد له نورو جزيياتو پرته ویلي، په افغانستان کې د نا امنۍ څو وروستۍ پېښې د سیمي د ځینو هېوادونو د اتباعو له لوري ترسره شوي دي، دا ستونزه ایجابوي چې دغه حکومتونه خپل مسؤولیت ادا کړي.

يو شمېر شنونکي باور لري، چې طالبان به د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د اړیکو توازن ونه شي ساتلی او روسیې سره دغه ناندرۍ ورته په دې اړه د خطر زنګ دی.

3 COMMENTS

  1. په دی کی خو کوم شک نشته تاسو پخپله ترخګر یی نور چا ته څه ضرورت ده ستاسو کوم عمل انسان ته ورته ده

  2. بنګ یې په خپله یار ته ورکړل
    بیا یې نارې کړې چه مې یار لیونۍ شونه

    ترهګر خو څه کوکنار ندی چه افغان بزګر یې په ځمکو کې کری.
    خپل کور د کنټرول کړه حمسایه غل منیسه.
    که چل یې نه درزی هغه به زه دروښیم؟
    نور نو دا پردۍ دروازې په تیږو مه ولۍ.

  3. هر وخت بهرنیو د افغانستان دروازه په تیګو ویشتی ده هیڅ اصیل افغان په هیڅ بهرنی هیواد کوم داسی غیری قانونی کار ندی کړی چی دافغانانو دبد نامی سبب شی مګر هغه پردی پاله سیکولران او لنډغر او کوم کم اصله او بی هویته چی په بهرنیو هیوادو دعیش او عشرت په نشو کی ډوب او دخپل هیواد څخه وبهرنیو ته دیو څو پیسو او مقام لپاره جاسوسی او لنډغری کوی هغه اصلآ افغانان ندی په لندغر او غلام جمهوریت کی ٤٨ ملکونو عسکر و تجاوز ته دا غلام او جاسوس سیکولر او لندغر ښه په درز ګډیدل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب