شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتوریونلیکد کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

(۲۳)

تردې غزلو وروسته به بیرته دخپل یونلیک لیکلیکه پسي راواخلم. داکتوبرپرپنځمه یعني په همدغه ورځ رحمت الله رحمتي خپله شعري مجموعه ،چي دمنظوموداستانوټولگه وه،راته راوړه چي څه پرولیکم. زه دځوانانو نازپرمځکه نسم اچولای، نومجبوریم چي کله کله ئې په نه څه غاړه وروباسم. مجموعه مي په دغه شپه ټوله وکتله اوسباته مي له یولنډ یاداښت سره بیرته ورکړه. دده ئې کورودان په لږڅه راضي سو.

پرشپږمه داکتوبرښاغلي ارماني یوپارسي کتاب راته راووړ چي نوم ئې” اهل حدیث وانگریز” وو اودمؤلف نوم ئې ” فقیه ومحقق العصر الحاج مولاناالقاری المفتی محمدنصرالله لطفی الشهیر بالاستاذ ابوالوفاء الافغانی”پرلیکل سوی وو.دکتاب پربل مخ ئې”مفتی اعظم افغانستان” کښلی وو. دارماني داخیال وو چي دا به هغه مشهورمحقق مولاناابوالوفاء افغاني مرحوم وي. کتاب چي مي سرسري وکوت، دا سړی دجهاددوختوعالم دئ اوتالیفات ئې ۲۹ عنوانه بلل سوي دي. کندهاری مولاناابوالوفاء افغاني صاحب او ددې کتاب ابوالوفاء دوه جلا کسان دي.

په دغه ورځ مي ښاغلي عبدالکریم عامرته لورالایي ته تیلفون وکړ . ده څو ورځي پخوادعلامه رشادمرحوم وروستي چاپ سوي کتابونه را څخه غوښتي ول. په تیلفون کي دهغوکتابوپه باب ورسره وږغېدم او ورته ومي ویل چي ښاغلی ارماني به تیلفون درته وکړي اوپه کوټه کي به دکم کتابفروش پته درکړي چي کتابونه ورڅخه واخلې. زه چي کاناډاته راغلم دعامرصاحب ایمېل راغی اودکتابودرسېدواطمنان ئې راکړ. عامرصاحب دغه راز “دپښتوخطي نسخودخطاطۍ مرکزونه” نومې مقاله چي ښاغلي زلمي هیوادمل صاحب ښه ډېرکلونه پخوا لیکلې وه، راڅخه غوښتې وه.ددغي مقالې له پاره مي ښاغلي هیوادمل صاحب ته کابل ته تیلفون وکړاودعامرصاحب غوښتنه مي ورته بیان کړه. په نیولي لاس ئې سړې خبري راسره وکړې، روهیال ته ئې دمقالې دورسپارلو وعده راکړه اوتیلفون ئې قطع سو. په داسبامي له روهیال سره خبري وکړې اودهیوادمل صاحب په وعده مي خبرکړ. یو گړی وروسته دروهیال تیلفون راغی او له هیوادمل صاحب سره ئې خبري کړي وې اوراته وېویل چي “هیوادمل صاحب پرون ته نه وې پېژندلی او له دې بابته متاسف وو چي ولي ئې پسله دونده ډېرو کلونو دومري لنډي خبري راسره وکړې”. رشتیاهم کله چي زه دخپل سفرپه پای کي کابل ته ورغلم اوداوارمي بیاهیوادمل صاحب تیلفون وکړ، د روهیال خبره ئې تصدیق کړه.

داکتوبرپرشپږمه دعینومیني په سالون کي یوه واده ته ورغلم. ډېر پخواني اشنایان اوخپلوان مي ولیدل. داسالون دخان فضل محمد خان زوی عبدالله کامران جوړکړی دئ. دکندهارودونه اوس په سالونو کي کېږي. خودخلکو راتگ صرف د ډوډۍ خوړلودپاره وي. ډوډۍ چي وخوري، زیاتره ئې بې له خدای په امانۍ څخه له سالونه وزي. داعادت دغندلو دئ او بایدخلک ورته متوجه کړل سي.

پراوومه داکتوبرمي دحبواخندزاده دقبرکاروکوت. دقبرعکسونه مې واخیستل. نوره ورځ مي ټوله په کورکي تېره کړه. کاناډاته مي تیلفون وکړاودکوراحوال مي وپوښت. شکر کراره کراري وه.

په دغه شپه مي په کاناډاکي له خپل دوست نعمت الله عزیزسره تیلفوني خبري وکړې. راته وېویل چي جهاني صاحب کابل ته دررهي سوی دئ.

داکتوبرپراتمه مي دښاغلي جهاني صاحب هغي نمرې ته تیلفون وکړ چي ماله ځانه سره له کاناډاڅخه راوړې وه. تیلفون هارون جان حکیمي پورته کړ اوراته وېویل چي دکابل په هوایي ډگرکي دجهاني صاحب راتگ ته منتظردي. الوتکه کښېنستلې ده خومسافرلاځني راوتلي نه دي.

په دغه ورځ ماځیگر له ښاغلي حیات الله رفیقي،ډاکټرطارق رشاد، انجنیرشیرشاه رشاد اواحمدشاه رشادسره دمیرویس نیکه زیارت ته ولاړو. دماښام لمونځ مو هورې وکړ. دزیارت په څنگ کي مودمیرویس نیکه کلااوپه هغې کي هغه خوني وکتلې چي دمیرویس نیکه دکورنۍ غړي، ښاغلي رحمت الله دخپل نیکه حاجي میرویس خان داستوگني خوني بللې. یوه خونه چي دود وهلې وه، قدیمه راته ښکاره سوه. ښاغلي رحمت الله دغه راز یوکمیس اویوه چاړه هم راښکاره کړه چي د میرویس نیکه ئې گڼله. کمیس دخمتاله ټوکره څخه په درو تاوو گنډل سوی وو. لستوڼي ئې پراخ او لنډ ول. نور نوډېرعادي کمیس وو اود اشرافیت نخښه نه پرښکارېدله. دکلایوازې دېوال پاته وو اوغولی ئې درحمت الله دتربروترمینځ وېشل سوی وو اوڅوکوره پکښې ودان سوي ول. دغه تاریخي کلا ته پخوانیو او اوسنیو دولتو دونده زیاته پاملرنه نه ده کړې. زماپه خیال که په دې باب لرغونپوهانو ته دڅېړني زمینه برابره سي، ښایي ځیني داسي شواهدترلاسه سي چي زموږد تاریخ له پوهېدلوسره به مرسته وکړي.

دمیرویس نیکه دزیارت کارکوونکو دبرېښنا او اوبودنه لرلوله اسیته شکایت درلود اودگلانوباغچې ئې تریوې اندازې مړاوي ښکارېدلې.

له زیارت څخه کورته ناوخته راورسېدو. په دغه شپه دکندهارپوهنتون مرستیال انجنیرتواب بالاکرزي تیلفون راوکړ . بالاکرزی صاحب له حج څخه تازه راغلی وو.

د اکتوبرپرنهمه (جمعه) مي دسهارچای دښاغلي اسدالله ارماني کره وچښلې. حاجي ظاهرجان څرک او احمدصمیم صاحب هم راسره ملگري ول. دارماني کوردعالي دارالمعلمین شاته دپاتاواوشېلې تقاطع ته نزدې په یوه کوڅه کي وو. کورئې کوچنی وو خوپه هغه کي ئې داتو، نهو زرو کتابوپه حجم یوغټ کتابتون جوړکړی وو. کتابتون مي سرسري وکوت. ډېرنادرچاپي آثارپکښې ول.څرک صاحب یادگاري عکسونه واخیستل اوماپه مخصوص کتاب کي خپله خاطره ولیکله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب