جمعه, اپریل 26, 2024
Home+هلمند/اجمل پسرلی

هلمند/اجمل پسرلی

عبدالجبار د مصنوعي پښې پر زنګون په یوه لاس زور کاوه چې ژر ژر ورغبرګ شي. ښځه او دوه ماشومان یې تر ده تاویدل راتاویدل کله به مخکې شول، کله به ده ته ورنژدې شول. ډزې وې نه پوهیده چې د چوک له خوا دي که د شا د کوڅې له خوا. د میرمنې مټ یې ونیو، د مخې خواته یې پورې وهله:

« مه ایساریږئ.. د خدای پار دی ورځئ»

ښځې ماشومان له لاسونو کش کړل، ګړندۍ شوه. عبدالجبار اوف کړل:

-ولې اړخ ته نه ځئ

ښځې یې شاته د ده خواته وکتل. ده د دیوال لورته لاس وخوځاوه، هغه ودریده. ده د تګ اشاره ورته وکړه. پرله پسې ډزې شوې، ښځې منډه کړه. د کوڅې په مینځ کې د توپ مرمۍ ولګیده، دوړې باد شوې. عبدالجبار ځای پرځای ودرید د خپلو ماشومانو خواته یې سترګې رډې رډې ونیولې. د توپ پورته کړې دوړې کښیناستې. د ده ماشومان نه ښکاریدل.

روغې پښې یې سوی وکړ. د ونې له ډډ سره یې ځان وکرښاوه. پونډۍ ته یې لاس وروړ، لاس یې په وینو شو. پښه یې لږ کړه:

« وئ لګیدلی یم..»  

همهغه شیبه یې مخې ته ودریده چې ډاکټر د ده ښۍ پښه غوڅه کړې وه، ده ته یې ویل:

که دې د زخمي کیدو په وخت پښه نه وای تړلې د مرګ خطر و

خپله لمن یې کش کړه چې څيري یې کړي، له اړخه یې بخۍ خلاصه شوه خو خپله و نه شکیده. پښه یې کلکه ونیوله چې ویني یې ونه بهیږي. د پلې لارې څنګ ته یې له وچې ویالې پلاستیکي کڅوړه ورکش کړه. خاورې یې وروڅنډلې، پښه یې وتړله. چې پښه یې وغځوله د پلاستیک غوټه خلاصه شوه. بیایې وتړله، دا ځل د تړلو په وخت پلاستیک وشکیده.

داسې احساس یې وکړ چې زړه یې ډوبیږي. شا خواته ډزې زیاتې شوې. په وچه ویاله کې یې سر ټیټ ونیو، نه پټیده.

غټه چاودنه وشوه. د کوڅې کوز سر څه شي اور واخیست، لوګی پورته شو. ده لاسونه تکیه کړل چې پاڅي سلامتې پښې یې زور نه اخیست.

شمال پورته شوی لوګی د بولان خواته په مخه کړ، د لمر خپه سترګه د لوګي شاته د هلمند د سیند لورته راښکاره شوه. پر ږیري یې لاس تیر کړ:

شکر خدایه چې کوچنیان ولاړل

سر یې کوږ شو، لکه بیخوبه چې پینګه وخوري، په کوڅه کې یې لاندې خلکو ته پام شو چې منډې وهي، د ده سترګې بیرته سره ولاړې.

پای

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    هلمند! … دا ده د ډېري افغانانو په ځانګړې ډول دې ورځو شپو کښې د خواشينوونکو وژل کیدلو، ټپي کیدلو، بیکوره کیدلو ،در په درکیدلو او …. کوچني کیامتونو حقيقي منظره چې پسرلي اجمل کښلې ده . هم په کندهار،هرات، بولدک او ټول وطن کې!!!
    ماته ېې قهرمان عبدالجبار او په زرګونو بې نومه شهیدان را په یاد کړل .
    بل بد خبر د مينه پال دوا خان او همدا راز د عبیدالله خان کاسي شهادتونه دي !!!.
    یا الله! د ظالمینو ظالماتو او پر ځمکه د اصلاح نه وروسته مفسدین او مفسداتو لاسونه له افغان او پښتونخوا څخه لڼډ کړې .یا ربه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب