یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپه نيمروز ولايت کې طالبانو يو شمېر اسیر شوي افغان سرتېري...

په نيمروز ولايت کې طالبانو يو شمېر اسیر شوي افغان سرتېري وژلي دي

تاند( پنجشنه د اسد ۱۴مه) طالبانو تېره شپه د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې یو شمېر افغان سرتېري تر اسير کېدو وروسته وژلي دي.

په عکسونو کې لیدل کیږي،چې یو شمېر افغان سرتېري په داسې حال کې په مرمیو ویشتل شوي،چې لاسونه یې شاته تړلي دي.

امنیتي سرچینو ددغو افغان سرتېرو شمېر شاوخوا دېرش تنه بللی دی.

طالبانو تېره شپه د نیمروز پر کنګ ولسوالۍ پراخ بریدونه وکړل او دغه ولسوالۍ یې ونیوله.

بل خوا په افغانستان کې د امريکا او بريتانيا سفارتونه په يوه خبر پاڼه کې وايي، چې داسې رپوټونه شته، چې طالبان افغان ځواکونو ته وايي، چې که تسليم شي، زيان به ور ونه رسوي، خو کله چې تسليم شي تري تم کيږ.ي.

په خبرپاڼه کې راغلي:”هغوی د شپې پرمهال ترې تم کېږي، او کونډي یې له طالبانو سره واده کولو ته اړایستل کېږي. د دغو راپورونو د سموالي په صورت کې، دغه چاره جنګي جنایت ګڼل کیدای شي. نړیوال قوانین، له جنګي اسیرانو سره ناوړه چلند او د هغوی وژل منعه کړې ده.”

طالبانو تر دې وړاندې په بادغیس ولایت کې هم ،۲۲ افغان کومانډویان تر تسلېمدو وروسته په ډلییزه توګه وژلي وو.

د بادغیس د پېښې په ویډیو کې لیدل کېدل چې افغان کومانډویانو د تسلېمېدو په دود خپل لاسونه پورته نیولي، خو طالبان پرې له هرې خوا ډزې کوي.

د طالبانو دغه کړنه په نړۍواله کچه وغندل شوه او د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو دغه کار جنګي جنایت وباله.

طالبان په داسې حال کې له اسیر کېدو وروسته د افغان سرتېرو په وژنه لاس پورې کوي چې ولسمشر غني په وینا دا ډله تر پخوا ظالمه شوې ده او د افغانانو پر وړاندې له هیڅ ډول زور زیاتي مخ نه اړوي.

د نړیوالو قوانینو له مخې د جګړې پر مهال د اسیرانو وژنه جنګي جنایت بلل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب