یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت: افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۳ طالبان وژلي

دفاع وزارت: افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۳ طالبان وژلي

تاند(پنجشنبه، اسد١٣) – د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢۴ ساعتونو کې له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۳۰۳ طالبان وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپيان دي.

دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه طالبان د ننګرهار، لغمان، غزني، پکتیکا، کندهار، زابل، هرات، جوزجان، سمنګان، فاریاب، هلمند، سرپل، نیمروز، بغلان او کاپيسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان دي.

سرچینه زیاتوي، په دې عملیاتو کې همداراز یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

افغان ځواکونو د دې په خواکې ۱۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

په ورته مهال په لښکرګاه کې د روانو سختو جګړو له امله زرګونه کسان بند پاتې دي او ملګرو ملتونو په دې اړه اندېښنه هم څرګنده کړې ده.

له نیویارک څخه د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګروملتو ویندوی دوجاریک وايي «موږ په لښکرګاه کې، چې ممکن زرګونه کسان په جګړه کې بند پاتې وي، د خلکو د خوندیتوب او ژوند په اړه ژوره اندېښنه لرو.»

ده همداراز وویل «راپورونه ورکړای شوي چې په هلمند او کندهار کې ډېر شمېر ملکي وګړي وژل شوي، د خلکو کورونه ویجاړ شوي او همداراز د روغتونونو په شمول مهم تاسیسات وران شوي دي.»

م.م. د لښکرګاه په جګړه کې د لسګونو زرو بند پاتې خلکو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړه

شاهدان وايي چې ډېر شمېر کورونه، دوکانونه او مارکیټونه سوځېدلي دي.

پرون په هلمند کې د میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات له ښاریانو وغوښتل چې له کورونو ووځي څو دوی هلته عملیات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب