Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان پر وضعیت بېړني غونډه...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان پر وضعیت بېړني غونډه کوي

تاند(پنجشنبه، اسد١۴) – د افغان حکومت په غوښتنه سبا د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند تر مشرۍ لاندې د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه ناسته وروسته له هغې جوړېږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر تازه له خپل هندي سيال جي شنکر سره د دې شورا د بېړنۍ ناستې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوره يي مشري اوس د هند پر غاړه ده او سبا به په ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د دې هېواد دايمي استازى د دې ناستې مشري وکړي.

په امریکا کې د هند سفیر ټي ايس ټروماټي په يوه ټويټ کې وویل: “د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د اګست په 6مه د هند تر مشرۍ لاندې د افغانستان اوسنى وضعیت تر بحث لاندې نيسي.”

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید مهم رول ولوبوي څو په افغانستان کې د طالبانو له لوري پيل شوى بې رحمه تاوتریخوالى او تراژيدي پاى ته ورسېږي.

ښاغلي اتمر د هند له لوري د ملګرو ملتونو اوسنى دوره يي رياست وستايه.

له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو په وتو له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

ښاغلي ټروماټي وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټولو غړو لپاره د افغانستان وضعیت خورا د اندېښنې وړ دى او زياتوي: “مونږ په وروستیو ورځو کې وليدل چې په افغانستان کې تاوتریخوالى زيات شوى دى.”

هغه همدارنګه وویل:” مونږ يو خپلواک. سوله ييز، ډيموکرات او باثباته افغانستان غواړو. هند د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې افغانستان ته سوله، امنیت او ثبات راولي.”

نوموړي زیاته کړه، هدفي وژنې او د تاوتریخوالو زياتوالى جدي اندېښنې وړ ده او باید ژر تر ژره پاى ته ورسېږي، وسله وال دې له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي او دارنګه په افغانستان کې د ترهګرو پټنځايونه پر هندوستان اغېزه کوي.

د هغه په خبره، د افغانستان د تېرو 20 کلونو د لاسته راوړنو ساتل او د افغان ښځو، ځوانانو او اقلیتونو هيلې او ارزوګانې ورته مهمې او احترام دې وشي.

د تېرې سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو 15 ځواکمنو غړيو په هرات کې د دې سازمان پر دفتر بريد وغانده او د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د روانو جګړو په اړه يې اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګري ملتونو امنیت شورا داسې مهال د افغانستان په اړه بېړنۍ غونډه کوي چې دمګړى د افغانستان په ځينو سيمو کې په ځانګړي توګه د هلمند په لښکرګاه او هرات کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...