Homeخبرونهابراهیم رییسي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري

ابراهیم رییسي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري

تاند (پنجشنبه د اسد ۱۴) ولسمشر محمد اشرف غني چې په یو ورځني رسمي سفر د ایران پلازمېنې تهران ته رسېدلی د دغه هېواد له نوي ولسمشر ابراهیم رییسي سره وکتل.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې د ایران ولسمشر وویل چې دوی د افغان دولت ملاتړ کوي او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.

د ارګ د معلوماتو له مخې، نوموړي د افغانانو د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو پر ساتنه هم ټینګار وکړ.

د ابراهیم رییسي په خبره ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني به نن د ابراهیم رییسي د لوړې په مراسمو کې تر ګډون وروسته بېرته هېواد ته راستون شي.

ښاغلی رییسي چې د ایران د جمهوري ریاست په سږنیو ټاکنو کې خپل درې سیالان شاته پرېښودل د ایران د مذهبي مشر له خوا د ګټونکي نوماند په توګه تائید شو.

ابراهیم رییسي له دې وړاندې د ایران د قضایه ادارې مشر و او د بشري حقونو د دفاع یو شمېر نړیوالو بنسټونو ورباندې په دغې اداره کې د نوموړي د مشرۍ په مهال د بشر ضد جنایتونو تورونه پورې کړي دي.

1 COMMENT

  1. د بشری حقوقو د نړیوالو سازمانونو ګوزونه یوې خوا ته ، د پورته عکس په هکله یو نظر:
    د ښاغلی غنی ملی لباس د یو بل پټ پیغام درلوونکئ دئ:
    غنی غواړی امریکائیانو ته دا پیغام ولری چی:
    ” امریکائیانو کُسمادرانو! موږ ته مو د دموکراسۍ د ټولو ارزښوتونو! څخه فقط د نیکټائی او دریشی استعمال را اِلقاء کړئ دئ او آخر مو هم خړه وکښله او زموږ او د دموکراسۍ غَرَه او ګوتی مو سره پرېښودلې یعنی موږ د دموکراسۍ په ….. کی او دموکراسۍ زموږ په ….. کی ګوتی را اچولی او د دواړو چیغی پورته سوی دی، نو دا ځل به زه د تېرو سفرونو د لباس د کیفیت خلاف، په پښتنی لباس کی خپل د ګاونډ کور ته ولاړ سم او پښتنی چنې به ووهم څو حد اقل د هیواد د غربی ګاونډ د ستراتژی په بدلون کی اغیزمن او مثبت رول ولوبَوَم” .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...