جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: هغه کس وژل شوی چې سرخرود کې یې پلچکونه الوزولي و

چارواکي: هغه کس وژل شوی چې سرخرود کې یې پلچکونه الوزولي و

تاند (پنجشنبه د اسد ۱۴) د ننګرهار چارواکي وايي، هغه کس یې له خپلو اتو ملګرو سره یو ځای وژلی چې تېره شپه یې د دې ولایت سرخرو ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې درې پلچکونه په بمونو الوځولي و.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سرخرود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې وسله والو طالبانو تېره شپه درې پلچکونه په بمونو الوځولي و چې د امنیتي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د نجیب په نوم هماغه کس له اتو نورو وسله والو طالبانو سره یوځای ووژل شو چې پلچکونو ته یې بمونه ايښي و.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د پلچکونو ویجاړول جنایت بللی او ځایي مسؤلانو ته یې سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې ویجاړ شوي پلچکونه ورغوي.

همدارنګه په دغه لاره چې د څلورو ولسوالیو اوسېدونکي تګ راتګ کوي د وسله والو طالبانو له لوري د عامه تاسیساتو ویجاړول نه بښونکي عمل او ستر جنایت بولي.

د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې هم په دغه سیمه کې یو پلچک په بمونو الوځول شوی و چې ورسره د ننګرهار څلورو ولسوالیو ته د تګ راتګ پر مهال خلک له ستونزو سره مخ شوي و.

له بلې خوا ۲۰۱ سیلاب قل اردو په لغمان کې د ۱۶ تنو وسله والو طالبانو د مرګ  ژوبلې خبر ورکوي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قل اردو ویاند سید مقصود اغا وايي چې تېره ورځ ګډو دفاعي او امنيتي ځواکونو د لغمان ولايت د علینګار ولسوالۍ ارمل او کنده سيمو کې په وسلوالو طالبانو هدفمند بريدونه وکړل چې په پايله کې یې ۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور يې ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د یادو دواړو پېښو په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. یوه میاشت مخکی سرخرود کی قلعه معروف ته نارسیده یوه پاکستانی مزدور د بریښنا پایی ته بم ایښود چی خپله پکی والوت له نامه پورته برخه یی بیخی نه وه خو لاندی مرداره برخه یی په هغه ځای کی پرته وه خلکو څاردونه پوزی ته نیول لاړی یی ورتو کول تری تیریدل، تر دی مخکی پسرلی په همدی سرک چی دولت په غټه بودجه او خواریو د ولسونو د سهولت لپاره جوړ کړی او ، آن تر خو.یاڼو یی رسولی او بیا دا مهربانی وګوره چی دوو غاړو ته یی دسیوری کولولپاره ونی هم کینولی ښایسته منطره یی وه زه به هروخت دتګ پرمهال ورته ځیر وم، نو حکومت یو د اوبو دټانکر سره قرار داد کړی و هغه ته یی پیسی ورکولی چی ونو ته اوبه ورسوی، خو پاکستانی مزدور د دغه ټانکر ډریور او د ابو د پمپ کشوونکی دواړه وویشتل. دغه یوکس زموږ دسرخرود و ډیر دیندار سړی و د خدای لپاره د محمد(ص) امت د ثواب لپاره اوبه ورکوی او دوی یی د پاکستان په حکم هغه بیچار ه وژنی چی بوټو ته اوبه ورکوی اوس یی دا دی پلونه وران کړل او ملت لا هم ویده دی د الله اکبر چغی به ملت ویښ او پاکسیتانی مزدور به ورک کړی ان شاالله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب