یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپه یو شمېر اروپایي او امریکایي هېوادونو کې د افغانستان په ملاتړ...

په یو شمېر اروپایي او امریکایي هېوادونو کې د افغانستان په ملاتړ او د پاکستان پر ضد لاریونونه وشول

تاند (پنجشنبه د اسد ۱۴) په فرانسه، جرمني، ناروې، کاناډا او د امریکا په لس انجلس ایالت کې مېشتو افغانانو د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنې پر ضد لاریونونه وکړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه د بېلا بېلو اعلامیو په خپرولو سره ویلي چې لاریونوالو د جمهوریت او افغان ملي امنیتي ځواکونو په ملاتړ شعارونه ورکړل او پر طالبانو یې غږ وکړ چې له جنګي جنایتونو لاس پر سر شي.

دوی پر پاکستان توندې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې دغه هېواد دې ژر تر ژره په افغان چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي او د ترهګرو د پټنځایونو په بندولو سره دې په افغانستان کې روانې نیابتي جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

تر دې مخکې هم په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې مېشتو افغانانو د لاریونونو په ترڅ کې په افغان چارو کې د پاکستان د لاسوهنو پر ضد لاریونونه کړي دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د روان انساني ناورین د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب