دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهپه ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۴ زلزلې شوي

په ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۴ زلزلې شوي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۷مه) د امریکا د جیالوجیکي سروې اداره وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې څلور زلزلې شوي چې د هغو له منځه درې یې په هرات ولایت کې شوي دي.

په هرات ولایت کې د اکتوبر له ۷ څخه زلزلې پیل شوي خو په وروستۍ یوه اوونۍ کې زلزلې درېدلې وې او خلکو ته هیله پیدا شوې وه چې نور به زلزله نه کېږي نو خپلو کورونو ته بیرته ستانه شول. د تېرې شپې او نن سهار نسبتاً زورورې زلزلې د هرات اوسیدونکي سخت وبېرول او مجبوره شول چې بیا په خیمو کې واړوي.

لومړۍ زلزله پرون ماسپښین په ۲ بجې او ۲۳ دقیقې وشوه چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۳ و او مرکز یې تر مځکې ۴۶ کیلومتره لاندې ثبت شو.

ورپسې تېره شپه په ۱۱ بجې او ۵۷ دقیقې بله زلزله وشوه. د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه صفر او مرکز یې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې و.

نن سهار ۸ بحې او ۲۰ دقیقې هم هرات ولایت یوې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۴ و، ولړزاوه. د دې زلزلې مرکز تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې په زنده جان ولسوالۍ کې و.

څلورمه زلزله په بدخشان ولایت کې شوې او راپورونه وايي چې د دې زلزلې مرکز د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په واخان کې و. د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې د دې زلزلې شدت ۴ اعشاریه ۵ ثبت کړی دی او ویلي یې دي چې مرکز یې تر مځکې ۶۴ کیلومتره لاندې و.

د هرات د زلزلو د مرک ژوبلو په اړه لومړني راپورونه وايي چې لږترلږه ۱۳ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او یو شمېر کورونه نړېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب