یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد امربالمعروف وزیر لخوا د ناکامورا د پروژو د دوام غوښتنه

د امربالمعروف وزیر لخوا د ناکامورا د پروژو د دوام غوښتنه

تاند: ( یکشنبه، د عقرب ۷ مه) د طالبانو د امر بالمعروف وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د افغانستان لپاره د جاپان له نوي سفیر تاکویوشي کورمایا څخه د ډاکټر ناکامورا د بیا رغونې د پروژو د دوام او پراختیا غوښتنه کړې.

د هغه مطبوعاتي دفتر په خپره کړې یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د جاپان نوي سفیر په افغانستان کې د اوسني امنیت ستاینه وکړه او د بیارغونې په برخه کې یې له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د جاپان سفیر په دغه کتنه کې له نشه يي توکو او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د واکمن رژیم هڅې او لاسته راوړنې وستایلې.

د طالبانو دغه وزیر په داسې مهال د جاپان له سفیر څخه یادې غوښتنې کړي، چې جاپان بیا- بیا له طالبانو د نجونو د تړلو ښوونځیو د بیرته پرانیستلو او پر افغانانو د نورو قیوداتو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو امربالمعروف وزارت، چې د جمهوري نظام د ښځو چارو وزارت ځای ناستی شوی، د منتقدانو لخوا د ښځو خلاف په وزارت مشهور شوی.

نورو طالب چارواکو هم له بېلابېلو هېوادونو په افغانستان کې د رغنیزو چارو غوښتنې کړي، خو لیدل کیږي چې ډېر هېوادونه د طالبانو د رژیم د نه په رسمیت پېژندلو له امله دوی سره همکارۍ ته ډېره لېوالتیا نه لري.

4 COMMENTS

  1. ناکامورا خو تاسو د پنجاب غلامانو مړ کړو ستاسو خپل ناموس خرڅوی مګر لکه ناکامورا غوند زړه څواندی ستا ناموس ګټی او تاسو دهغه د پروژ دوام پریژدی خپل ناموس د پنجایې د لاندی نه را خلاص کړی

  2. DR NAKAMORA KILLED BY HAJI ZAHEER QADEER,QADEER GET 50 MILLION FOR THAT,
    TALIBS MUST MAKE GAMBIREEY READY FOR AGRECALTURE AND ALSO GIVE ONE NUBER LAND FOR HOUSES TO AFGHAN REFUGEE..
    NEED TO GET MORE WATER FOR WHOLE GAMBIREE AGRECALTURE.
    IF MADE ONE REFUGEE CITY IN GAMBIREEY NAME OF. NAKAMORA CITY WILL BE GOOD.
    THANK YOU

  3. ویل کیږي چې ناکامورا د حضرت علي ډلې د پنجاب په هدایت وواژه .
    اما د ملا صاحب په فکر سره د علم زده کړه خو مباح ده ، د پروژو جوړول به په فرضي علم او دم – چوف سره بهتره وي .

  4. په اصل کې وزیر د جاپان سفیر ځواب ویلی ځکه هغه ورته ویلی چې انجونو مکتب ستونزه به څنګه شي هغه ورته ویلی که تاسو نران یاست په کونړ باندې کار شروع کړي چې بیا څه کیږي مګر ځیني خبري مخامخ نه کیږي مګر مقابل جانب ورباندې پوهیږي کچیری بیا جاپان دا کار شروع کړي پنجابیان بیا هغه بل انجنیر یا شرکت والا هم وژنی نو مطلب دا چې دواړه د پاکستان په لاس کې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب